د ونډو د بازار اقتصادي اغېز

 
پوهیږو چې د ونډو بازار هغه بازار ته ویل کیږي چې  د پانګونې او تمویل وسایل لکه ارزښتناکه پاڼې، د کاروبارونو ونډې او نور پکې پلورل او پېرودل کیږي. د ونډو دبازار نورې پېژندنې ته نه تم کیږو ځکه دا بازار مو همدلته په یوه لیکنه کې په تفصیل سره څېړلی وو. په دې لیکنه کې د نوموړي بازار د اقتصادي اغېز څخه یادونه کوو او دلته په لنډ ډول د اقتصادي سیستم د هغه برخو څخه یادونه کوو چې د ونډو د بازار د فعالیتونو  له امله اغېزمن کیږي.
د ونډو د بازار لومړی اغېز د وګړو پر شتمنیو وي، په دې معنا چې که څوک ونډې پیري نو په لاس کې شتمني یې کمیږي. کله چې هغوی خپلې پیسې د ونډو په رانیولو مصرفوي نو ښکاره ده چې د لګښت لپاره یې په واک کې پیسې کمیږي او له دې لارې د هغه وګړو چې ونډې او د پور اسناد رانیسي د لګښت اندازه رالویږي. که وګړي هر وخت لاس ته راغلی عاید په همدې ډول لګوي نو د اقتصادي جریان د لګښتونو برخه زیان ویني ځکه چې د وګړو د عاید ډېره برخه د لګښت پر ځای د پانګونې په موخه پس انداز کیږي.
د اقتصادي جریان د نورو برخو په څېر د ونډو بازار هم د ناسمو اقتصادي حالاتو او اقتصادي ځوړتیا له امله زیان ویني. د اقتصادي نوساناتو له امله د ونډو په بازار کې د ونډو قیمتونه ښکته او پورته کیږي. د اقتصادي ځوړتیا او د نړیوال اقتصادي بهیر ټکني کېدل د ونډو د بیو د رالویدو لامل کیږي. د ونډو د بیو رالویدل بیا هم د وګړو د لګښتونو د کموالي لامل کیږي ځکه هغوی شاید د بیو د رالویدو له امله ډېر اسهام وپیري.
یادونه کوو چې د ونډو د بیو رالویدل کولای شي چې د ونډو د بازار څخه د کاروبار تمویل او پانګونې ته زیان ورسوي ځکه د اقتصادي ناوړه شرایطو له امله شاید ډیری خلک سره له دې چې د ونډو قیمتونه کم وي هم د ونډو را نیولو ته زړه ښه نه کړي.
د ونډو د بازار ناکامي کاروباریان د خپلو کاروبارونو د تمویل په موخه د پانګې د نورو سرچینو پیدا کولو ته اړ کوي. د بیلګې په ډول د ونډو د پلورلو پر ځای هغوی د پور ځینې اسناد او ارزښتناکې پاڼې پلوري. په مقابل کې یې پېردونکي هم د اقتصادي رکود له امله د کاروبار د زیانونو په پام کې نیولو سره د ونډو پر ځای د پانګونې داسې اسناد رانیسي چې د ګټې اندازه یې ثابته او د تاوان وېره پکې نه وي.
د ونډو د بازار بل اغېز د اقتصادي فعالیتونو لنډمهالی دی. په دې معنا چې د ونډو اخیستونکي تل د ډیرې ګټې په لټه کې وي داسې چې دغه ګټه چې څومره زر وي د دوی لاسونو ته ولویږي. دا چاره لامل کیږي هغه کمپنۍ چې د ونډو په بازار کې خپلې ونډې پلوري تر فشار لاندې راشي او په لنډه موده کې د ډېرې ګټې لاس ته راوړلو لپاره خپل لګښتونه کم کړي. په همدې موخه هغوی شاید ځینې کارګر له کار څخه وباسي او یا هم د هغوی مزدونه کم کړي. همدارنګه ځینې وختونه د ډېرې ګټې د لاس ته رواړلو په موخه کاروباریان د خپلو توکو بیې لوړوي چې دا چاره بیا پر عامو لګښت کوونکو درنه تمامیږي.
د دې لپاره چې یو کاروبار خپلو اوږد مهاله موخو ته ورسیږي باید د تمویل د نورو منابعو لکه بانکي پورنو او نورو څخه استفاده وکړي، دا ځکه چې د ونډو تمویل په کاروبار باندې د ګټې د زر لاس ته راوړلو د فشار له امله د اوږدمهالو موخو لاس ته راوړلو ته نه پریږدي.
د مثبتو اقتصادي پایلو په لړ کې د ونډو د بازار یوه ګټه دا هم ده چې بېلابېلو وګړو ته د کاروبار زمینه برابروي. د دغه ډول بازارونو د تنظیم په برخه کې به ډیر کاري ځواک کار کوي او همدارنګه په غیر مستقیم ډول به هم د ډېرو وګړو لپاره د عاید سرچینه وي.د دې تر څنګ د ونډو بازار د کاروبارونو د تمویل د لومړي لاس سرچینه ده. یعنې مخکې له دې چې کاروبارونه د پول د نورو سرچینو لکه بانکونو او ارزښتناکه پاڼو پلورلو ته مخه کړي د ونډو د پلورلو په وسیله د خپلې اړتیا وړ پانګه لاس ته راوړي. د دې څخه دې پایلې ته رسیږو چې د تمویل او پانګې د نورو سرچینو لکه بانکونو، ارزښتناکه پاڼو او نورو د تقاضا د کموالي په پایله کې د کاروبارونو د تمویل په موخه د ونډو د بازار تقاضا لوړيږي چې دا چاره په نوموړي بازار کې د ونډو د قیمتونو لوړوالي ته لار هواروي. همدارنګه اقتصادي پرمختګ هم د دې لامل کیږي چې د ونډو په بازار کې د اسهامو یا ونډو بیې لوړې شي.
دا لیکنه په (همیانۍ ) ورځپاڼه کې خپره شوې ده.