د دماغ د تقويه کولو لارې

 
 
مغز یو کوچنی خو تر ټولو پیاوړی کمپیوټر د ی چې زموږ د ژوند هره برخه کنټرولوي.  موږ څه ډول فکر کوو، څه ډول احساس کوو، څه ډول عمل کوو، او په څومره ښه ډول له خلکو سره معاشرت کوو، دا ټول کارونه مو د مغز له خوا ټاکل کیږي.  مغز مو حتی دا هم مشخصوي چې څه ډول انسان و اوسو، څومره فکرمن، څومره مودب، څومره متوجه او څومره بامسئولیته . مغز مو د بدن  د کړنو او فکر د هر څه د تنظیم مسئول دی.
زموږ مغز  تر هر بل کمپیوټر ډیر پیچلی دی. زموږ مغز  ۱۰۰ بیلیونه عصبي حجرې لري (سل زره میلیونه).دا هره عصبي حجره له نورو سره څو ډوله اړیکي لر. دومره ډیرې اړیکي چې په کایناتو کې تر ټولو موجودو ستورو یې شمیر زیات دی.
د دومره پیچلتیا او وسعت سره دا مهمه مسئله ده چې د خپل مغز د دندو او کار د ډول په باب پوه شو؛ هغه که په کار کې وي، که په تفریح کې، او که په اړیکو کې.دا چې تاسو د خپل بدن او ژوند د ښه کولو لپاره ځینې کارونه کوئ، د دې چانس هره شیبه شته چې د خپل مغز روغتیا او تقویه مو هیره شي. که تاسو په هر عمر کې یاست، د لاندې لارو په عملي کولو سره مو مغز پیاوړی کولی شئ:
1)     د دماغ حجرې مو رامنظمې کړئ:څیړنو ښودلې ده چې د فزیکي تمرین په صورت کې د دماغ حجرې تر عادي حالتهډیرې زیاتیږي، د دماغ د هایپوکمپس ناحیې حجرې چې د زده کړې او حافظې مسئوله برخه ده،  د ورزش په نتیجه کې دوه چنده کیږي،. خو ورزش باید د مینې له مخې وکړئ نه د جبر له مخې. پدې صورت کې انسان هوښیار او خوشاله هم وي.
2)     دماغيتمرين هم وکړئ:یوازې فزیکي فعالیت کافي ندی، دماغي فعالیت هم زیات کړئ او په نوې او مبتکرانه ډول یې تر سرسه کړئ. نوی اواز، بوی، رنګ، خوند، فکر کول، لیدل، تصور کول، دریوري، تګ، سفر، ارت، هنر، خوش اوازي، لیکنه، لوستل او نور ټول هغه دماغي فعالیتونه دي چې ستاسو مغز لا فعالوي او پیاوړی کوي یې.
3)     تل د ولې پوښتنه وکړئ:د انسان مغز کنجکاو او پلټونکی دی. هره ورځ له ځان او نورو څخه د ژورو مسایلو په باب لږ تر لږه لس پوښتنې وکړئ، ځواب یې په داسې ډول ومومئ چې مغز او فکر مو قانع کړي.
4)     تل خندانه اوسئ:خندا په بدن کې اندورفین او نور کیمیاوي مواد ازادوي چې Stress(رواني فشار) له منځه وړي او خوشالي او دماغي فعالیت مو زیاتوي. خندا د دماغ د [چټک بیا چارجونکي] په نوم یادیږي.
5)     هغه غذاګانې وخورئچې دماغ ته ګټورې:ماهیان، د ماهي غوړي، جنغوزي، غوزان (چارمغز)، نورې مغزلرونکي وچې میوې، اومیګا درې او نور خواړه چې دماغ پیاوړی کوي، وخورئ. دا خواړه زړه او دماغ ته د وینې جریان ښه کوي او پدې ډول د دماغ د تقویې سبب کیږي. د ژور خفګان، هیریدو او د تمرکز د مرکز کمزورۍ هم رغوي.
6)     تېرې خاطرې مو رايادې کړئ:د انځورونو پخوانی البوم مو مخې ته کیږدئ او د تیر وخت، ځای، حالت، اشخاصو او نورو جزیاتو خاطرې مو رایادې کړئ. که البوم نه لرئ، هسې له خپل فکر څخه تیرې خاطرې رایادې کړئ. کوښښ وکړئ، خوږې شیبې او کیسې رایادې کړئ.
7)     په بدن کې مو د شحمو (غوړو) ذخېرې کمې کړئ:په وینه کې ډیر غوړ د اکسیجن لرونکې وینې اندازه کموي، د ګلوکوز اندازه چې د دماغ تر ټولو ښه خواړه دي، هم کموي.  د ورځينې ضرورت ۳۰٪ انرژي له غوړو واخلئ خو د زیتون، جوارو، ماهي او نورو تخمونو غوړي استعمال کړئ.
8)     معماګانې حل کړئ:هر څومره پیچلې معماګانې چې حل کړئ، دماغ مو پیاوړی کیږي. دا کار د ساعت تیرۍ په خاطر وکړئ، نه د مجبوریت او جبر له مخې.
9)     خواږه او ارام اوازونه واورئ:که ارام او خواږه اوازونه واورئ، مغز مو اراموي، دمه کوي او تقویه کوي. د موسیقي په باب نظریات بیلابیل دي. ځینو څیړنو ثبوت کړې ده چې ارامه موسیقي مغز اراموي، خو له شرو شور ډکه موسیقي د بدن مقاومت کموي او مغز نا ارامه کوي.. د قرآن شریف تلاوت او د یو ښه قاري په اواز کې یې اوریدل مغز ډیر زیات اراموي.
10)  په ورځينيو کارونو کې مو مهارت زيات کړئ:که پخپل کار حاکم یاست، د تشویش او سودا څخه خلاصیږئ، د رضایت او سکون احساس درته پیدا کیږي چې دماغ ته مو ګټه رسوي. البته هره ورځ کوښښ وکړئ، پخپل کار کې یوه اسانه او نوښتیزه لار راوباسئ، باغواني، ګنډل، لوستل، لیکل، رسامي، معماري او هر کار چې وي، نوې او مغلقې طریقې پکې را پیدا کړئ، پدې صورت کې مو مغز قوي کیږي او د نوښت قوه مو زیاتیږي.
11)  د الکولو او مخدراتو څخه ډډه وکړئ:الکول د هایپوکمپس حجرې تخریبوي، د دماغ د نوو حجرو له جوړیدو مخنیوی کوي او د ماغ د دندو د اجرا کار ټکنی کوي.
12)  لوبې وکړئ:بیلابیلې لوبې مغز ته ګټه رسوي. په لوبو کې د رنګونو او مغلقو شیانو استعمال مغز فعالوي او ستراتیژیک فکر کولو ته یې هڅوي.
13)  په فکر باندې ويده شئ:کله چې په یوه مهمه موضوع فکر کوئ، درس زده کوئ او یا نوې موضوع لولئ ورپسې متصل ویده شئ. ۲۰٪ – ۳۰٪ معلومات مو د خوب پر مهال زده کیږي. خوب ته په نږدې وخت کې په ویښه کې ناتکمیل زده شوي شیان په خوب کې په کره ډول زده کیږي.
14)  تمرکز وکړئ:تمرکز د مغز قوت ډیر پیاوړی کوي. کوم کار چې کول یې ضرور وي، کولو ته یې لومړيتوب ورکړئ، نورو فرعي فکرونو ته مغز مه متوجه کوئ. که یو کار ته تیار نه یاست دا پخپل فکر کې ومنئ چې دغه کار بل وخت ته معطلوئ، او اوس یې نه کوئ. یعنې یا یو کار دستي پیل کړئ او یا یې مشخص وخت ته وځنډوئ. کوم کار چې بل وخت ته ځنډوئ، په باب یې فکر د هغه کار په باب له فکر سره مه ګډوئ چې اوس یې کوئ. دا کار مو تمرکز خرابوي، تمرکز د مغز د پیاوړتیا لپاره خورا ډیر مهم دی.
15)  خپل مغز سره مو مينه وکړئ:د مغز د ارامتیا وسایل او موقع ګانې برابرې کړئ. ارام کورنی ژوند، له خپل اولاد، میرمنې/ خاوند او کورنۍ سره فوق العاده مینه، د ژوند له شریک سره تفاهم او موثرې/ مشروع جنسي اړیکي ټول ستاسو د مغز له ارامتیا او تقویې سره مرسته کوي.
16)  له ژورې مينې له مخې کار وکړئ:که هر کار او مسلک پر مخ وړئ په ژوره (لیونۍ) مینه یې تر سره کوئ. پدې صورت کې مو د کار حاصل ۱۲۷٪ زیاتیږي. مشهوره خبره ده چې ځان روښانه کړئ چې جهان روښانه کړئ. که خپل کار ښه نه شئ تر سره کولی، د نورو سره به څه مرسته وکړئ. هغسې له خپل کار سره مینه وکړئ، لکه ماشومان چې له لوبو سره د مینې له امله په ساعتونو نه ستړي کیږي، تاسو هم له خپل کار سره مینه وکړئ.
17)  د شعور دورې وپيژنئ:دا څرګنده شوې ده چې زموږ مغز په دوراني ډول کار کوي. کله چې موږ ویښ یو، مغز مو ۹۰ دقیقې پوره بیدار او بیا ۳۰ دقیقې د نیمه استراحت په حالت کې وي. دغه دورې باید وپیژندل شي. مهم او جدي کارونه د پوره بیدارۍ پر مهال وکړئ او هنري، نوښتیز او شاعرانه کارونه هغه وخت وکړئ، چې مغز مو نیمه استراحت کې وي، ځکه په دغه مهال د دماغ د نوښت قوت زیات وي.
18)  هره ورځ يو نوی شی زده کړئ:هره ورځ یو نوی شی یا لږ تر لږه یو نوی لغت زده کړئ. د دغه یوه لغت زده کړه مو هم مغز فعال او ځوان ساتي. که هره ورځ یوه نوي موضوع ولولئ او د نژدې کسانو یا د کورنۍ غړو ته یې شرح کړئ، هم به د دماغي ودې وروستي پوټنشیل ته د رسیدو پر لور لاړ شئ او هم به مو نژدې کسانو ته خیر ورسیږي.
19)  داسې څه وليکئ چې ولوستل شي:لیکنه مو مغز تقویه کوي او هغه شیان در زده کوي، چې لوستي مو وي. لیکنه ستاسو مغز تنبه کوي، ظرفیت یې زیاتوي او ټولنیز  خیر مو هم رسیږي. که د خپرولو لپاره څه نه لیکئ، نو د ماشومتوب کیسې، ملګرو سره مو وختونه، د کورني خوږې شیبې او دوی ته ورته شیان ولیکئ. که کولی شئ، یو بلاګ جوړ کړئ او خپلې لیکنې پکې د نورو د مطالعې لپاره کیږدئ.
20)  خوشبويي استعمال کړئ:خوشبویي مغز ته ګټه رسوي. که د طبیعي ګلانو او ښو بویونو څخه استفاده درته ممکنه وي، ډیره ښه ده که نه وي ښه اصیل عطر استعمال کړئ. هم مو خواوشا معطروي، مغز مو تقویه کوي، بیداري مو زیاتوي او تمرکز مو پیاوړی کوي. د نعناع، لیمو او سروې په شان خوشبویۍ انرژی ورکونکی او د ګلاب، نرګس، جریبن او رامبیل په شان خوشبویۍ ارامونکې دي.
21)  . د دماغ د تقويې درمل هم شته:که ضرور نه وي بې له درملو خپل دماغ تقویه کړئ. خو که خاص ضرورت وي، له ډاکتر سره مشوره وکړئ. کافین موقتي او د کم وخت لپاره دماغ تنبیه کوي. نور له بوټو څخه جوړ او طبي درمل هم شته چې د اړتیا په صورت کې د ډاکتر په مشوره استعمالیږي.
22)  په خپل مغز باور وکړئ:پخپل دماغ باور وکړئ، چې تاسو هم د ۱۰۰ زره میلیونه حجرو لرونکی مغز لرئ، له هڅوونکو خلکو سره راشه درشه کوئ، چې امید او هیلې درکوي، د مجلو او کتابونو له لوستلو څخه هغه لارې چارې زده کوئ چې مغز مو تقویه کوي. لوستل پخپل ذات کې هم د دماغ له تقویه کولو سره مرسته کوي. د خلکو، شیانو، ځایونو او موقفونو تر منځ اړیکي څیړئ او سبب یې پیدا کوئ. مغز مو له ننګونې سره مخوئ او کوښښ کوئ چې بریالی ترې راوځي.
23)  د نوو ماشومانو د دماغ قوت ته متوجه اوسئ: د مور په نس کې له لونړۍ ورځې او تر زیږون وروسته د ژوند لومړیۍ ۲۴ میاشتې د ماشوم د دماغ د ودې تر ټولو بهترین وخت دی. هیله ده دې ته جدي توجه وکړئ. امیندواره مور باید د امیندوارۍ له لومړۍ ورځې او حتی ترې مخکې د اوسپنې او فولیک اسید ګولۍ او اوسپنه لرونکي خواړه او ایودین لرونکې مالګه ضرور استعمال کړي. البته پدې صورت کې د ماشوم دماغي وده ډیره عالي وي او د ذهني قوت د ډیر زیات لوړیدو سبب کیږي. البته که پدې موده کې لازمه توجه ونشي، نو د ماشوم په مغز کې منځ ته راتلونکي زیانونه د بیرته راګرځیدو وړ نه دي.