
دا به مې زړه کې لوی ارمان پاتې وي
هیواده ستا کلي چې وران پاتې وي
کله ارام به دا خاطر شي ځما
چې رانه لرې مې خپلوان پاتې وي
چې دښایست ناوې سینګار نه شي بیا
نو په ژړا به مې چشمان پاتې وي
اوښکو سره مل به دزړه ویني هم وي
دلته خزان چې بڼ بوستان پاتې وي
وي تصور به ځما هم پردیسی
څو چې په بل وطن دوستان پاتې وي
که دا ظاهر وجود مې دلته کې وي
زړه به مې خوا کې د جانان پاتې وي
په څه به جوړ بیمار زړ ګی شي ځما
چې پردي ملک کې افغانان پاتې وي
دا په پیړیو ځوریدلی ملت
لاهم خواره به په جهان پاتې وي
چې خزان شوی بڼ سمسور نه شي بیا
هم به مې اوښکې په ګریوان پاتې وي
ستا په ښایست بهاره نه پوهیږم
څو چې په مونږ دبل فرمان پاتې وي
ځکه ویجاړ به وي جهان د هیلو
د بل په کور چې یتیمان پاتې وي
د هغه بڼ به څه مزه وي اشنا
چې مړاوې شوي یې ګلان پاتې وي
شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا)