اختر

 
 
ما ته اختر سره غمونه راځي
د تیر دوران خواږه یادونه راځي

ځما په غم شهیده مور یادوم
دخاطرو په زړه داغونه راځي

چې ایني د خوږ ماضي ته ګورم
راته په یاد ښکلي فکرونه راځي
د ځوانۍ هیلو جوړول قصرونه
خیال ته هغه ښیسته وختونه راځي

د پښتنو هغه عالی دودونه
د تاریخ پاڼو کې ذکرونه راځي

مینه وروري او خواخوږي وه زیاته
داسې صفت کې ډیر بابونه راځي

زړونه به خوښ وو د وجدان په نیرو
کله اوس بیا هغه کلونه راځي

اوس مې پښتو په زړه داغلې ښکاري
ځکه د زړه په سر دردونه راځي

د روح غذا چې به پښتو زمونږ وه
اوس د هغې په کور تندرونه راځي

ځکه اختر کې اوس ژړیږي اشنا
چې مې خاطر ته وران کورونه راځي


                           شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا)