ښاغلی ولسمشر! که دسر امن وي نو...



ښاغلی ولسمشر(!) غواړم د زړه خواله درسره وکړم، ستا او د افغان ولس د يو خواخوږي په توګه ځينې مشورې درکړم که څه هم غوښتل مې چې ډېری نيوکې هم درباندې وکړم، باور وکړه چې د تخريب لپاره نه، بلکې ستا او ستا د نظام د اصلاح لپاره .خوښکاري چې ته اوستا اداره  د انتقاد د او مشورې اورېدلو ججوره نلرئ، يا به بله وينا نه غواړئ چې نظام موسم او صالح شي ځکه څوک چې غواړي د يو سالم او صالح نظام خاوندان واوسي،  هغوی مشورو ته هم غوږ دي، نيوکې هم مني او د اورېدلو حوصله يې هم لري ځکه چې پدې کار کې ګټه وي، هر نظام او شخص خپلو نيمګرتياوو ته متوجه کېږي،  د خپلې جامې تور داغونه پاکوي، هيڅوک هم خپل عيب او نيمګرتياوې سمې نه ويني ځکه خو وايي چې(( خپل عيب د اوږو منځ وي)). خو تاسو هغه څوک خفکۍ کوئ چې در باندې نيوکه کوي او يا مو نيمګړتياوې درښيي    چې ښه بېلګه يې ستاسو لخوا د تکړه ليکوال او سياسي شنونکي محمد اجمل هوډمن نيول و.
     د ښاغلي  هوډمن نيولو زه هم ټکنی کړم. له ډېرو نيوکو تېرېږم ځکه چې نه د امنيت د کوټه قلفيو او نه د څرخي پله او نه هم د بګرام او ګونتانامو د زندانونو حوصله لرم او نه بند ته وخت، نه غواړم چې دالقاعده ، ترورست او ډاراچوونکي نوم راباندې کېښودل شي ځکه چې ستا په دوره کې خو پر پښتون دانوم په ډېرې آسانۍايښودل کېږي ، په تېره  بيا چې ستا دستمی امنيتي اواستخباراتي کړيو پر مزاج برابرا وپه تول پوره  نه وي ، پوهېږم چې که کومه نيوکه مې ستاسو د مغزو پرچينچي بده ولګېږي نو بيا مې همدا ځايونه دي.
     دامې هم درک کړې چې پر دموکراسۍ هم ترهغو  باور لرئ او تر هغی يې عملي کوۍ چې ستا سې ګټې خوندې کړي يعنې د موکراسۍ د ځان لپاره غواړئ د ولس لپاره نه، او د بيان د ازادۍ په اړه خو ستا محترم وزير وخته پرېکړه کړېده چې دا هسې مفتې قصې دي خو څه وکړم ارام هم کيناستلی نشم، حالات او پېښې مې چپ کيناستلو ته هم نه پرېږدي ضمير او وجدان مې ټکانونه راکوي.
يو پټ غلی احساس دی چې ارام مې نه پرېږدي
په اور مې سوځوي لکه چې خام مې نه پرېږدي
همدا پټ او نا مرئي  درد ما هم ځوروي نو ځکه مې د زړه خوالې وړانديز درته وکړ  البته بيا هم د سر امن غواړم. ځکه وړاندې مې درته وويل چې باور وکړه  زه هغه څوک يم چې ديو افغان په توګه ستا، افغان ولس او د  ټول هېواد خير غواړم. د همدې نظام د راوستلو لپاره مې خولې تويې کړي، زحمت مې ويستی، له تا سره په خوا  کې مې کار کړی او اوږه په اوږه درسره روان وم. زه هغه څوک يم چې ددې نظام په راوستلو او ددې نظام د ارزښتونو د  ساتلولپاره  مې کار کړی دی. کله چې تا ولس ته د خدمت، ملي وحدت ته د کار، او ريښتونې دموکراسۍ د پلې کولو، ديوې متوازنې پرمختيا، د هيوادوالو د هوسا کولو، د سولې د راوستلو، هر افغان وطن ته د خپل هيواد د برخليک په ټاکلو کې د ونډې، د ملي  خاينانو او جنايتکاراتو د محاکمې شعارونه، زمزمه کول نو زه دې هم په اخلاص شاته ودرېدم، تا ته مې ځان سپر کړ، تر تا لومړی مې برچو او مرميو ته خپله سينه ونيوله خو له بده مرغه چې تا خپل شعارونه هېر او زموږ  اوټول ولس هيلې په سر اب بدلې کړلې.
     ته چې کله واک ته ورسېدلې بيا دې هغه ملي شعارونه په ياد نه شول، بيا دې ملي وحدت هيرکړ، مخالفينو سره د سولې پر ځای دې هغوې نور هم ډېر او قهرجن کړل.
     د چاپلوسو خو د خواه، درغجنو، ولس دښمنو مشاورينو په منګولو کې پر يوتې ، لاره دی بدله کړه همدا لامل وو چې ټول رښتوني، مخلص او وفا داره دوستان درنه خفه او نهيلي شول ، ستا کارونه ټول ملي ضد شول  او دوی و نه غوښتل په دې ملي ضد کارونو کې له تا سره مرسته وکړي.
واقعيت دا دی چې هغه نوم، نښان، ملي او بين المللي اعتبار محبوبيت، اعتماد او حمايت چې په عبوري او انتقالي او د منتخبې دورې په لومړيو دوو کالو کې تاګټلی او تر لاسه کړی وو هغه دې له لاسه ورکړ اوآيا پر دې پوه يې چې هغه دې  د منتخبې دورې په وروستيو درې کالونو کې له لاسه ورکړ، هغه ولس چې ستا تر څنګ ودرېد ستا لپاره يې  مرګ او هر ډول ستونزې ومنلې، نن  همداتا وځوراوه، هغه ولس چې تا ته يې رايه درکړې وه نن يې ستا درايو  کارتونه په جيب کې وژل کېږي، ستا د ټاکنې کارتونه يې په کور کې خو  کور يې بمبار کېږي. دوی د دې لپاره رايه نه وه درکړې چې ووژل شي، سپک او بې عزته شي، ښوونځي يې بند،له  روغتونونو بې برخې، کروندې يې شاړې او کورونه يې کنډر شي، بلکی دوی د يو پياوړي نظام لپاره رايه درکړې وه، د دې لپاره چې  دوی هم هوسا وي او افغانستان هم د يو بين المللي اعتبار خاوند شي. خو اوس دې  د ولس تر منځ اعتبار هره ورځ له منځه ځي او فاصله مو ډېرېږي. هم يې ته وژنې او هم يې  بهرنې ځواکونه.
     خير په هر حال: اوس خو چې ستا د واکمنۍ دوره پوره ده نو له ولس سره دا هيله ده چې نوی تحول او نوی تکړه او قاطع ولسمشر وويني خو داسې ښکاري چې دا هيله کمزورې وي او له هرې لارې چې ده څو فيصده امکان لري چې همدا تاسې په واک کې پريښودل شئ  او د پنځو نوروکالو لپاره، هم ددې مظلوم او بيچاره ملت برخليک او ددې نظام مسؤوليت تا ته دروسپارل شي. نو له ولس سره سر له همدې اوسه اندېښنه ده چې بيابه  څه کېږي  آيا بيا به هم د القاعده او طالب په نوم په ناسمو راپورونو وژل کېږي، آيا ستا ترچتر  لاندې د کورنيوغليمانو  په لمسون او هڅونه به  په ډېره آسانه د بهرنيانو لخوابيا هم  ځورول کيږي، او د ژوندانه له حقه به  محرومېږي. آيا بيا به تا ته رايه درکوونکي بدنامېږي، ټاپې او تورونه به پرې لګېږي ، ستا او ستا د ائتلافيانو د سوء تفاهم ښکار به ګرځي، دا ځل به ټول ملت ته په يوه سترګه ګوري او که يو قوم ته  به چې سيوری دې په کاڼو ولي او له تا سره  دپښتونولۍ په جرم (!!)د کرکې له کبله هغه کريم خليلي ته هم رايه نه ورکوي اجرستان او جاغورې هم ولايتونه کوي او پښتون به د خواجه بهاءالدين په زندان کې د غليمانو په محبس کې وي؟
     دا ځل به رښتيا هم ملي وحدت او متوازن ملي انکشاف وي او که بيا به هم اقليتونه د اکثريت په اوږو سپوروې او د پښتون (؟؟) په واکمنۍ کې به  پښتون د تاريخ له تر ټولو ستر ذلت سره مخ وي، آيا نور به هم د وژلو او تباه کولو له لارې او د غليمانو په اصطلاح د اکثريت بې فرهنګ (؟؟ ) پر اقليت بې فرهنګ د اړولو هڅې هم کېږي او که نه؟
     ښاغليه ولسمشره د ويلو لپاره ډېر څه شته خو ستا حوصله راته معلومه ده نو ځکه خپلې خبری رانغاړم او هغه د استاد يون خبره.
د نقد ملايان ګرځي له دورو سره په ښار کې
د شعر ناوې مې ځکه په حجاب کې راولم
     خو دا يو بله پوښتنه هم کوم  چې په راتلونکې حکومت کې به دې هم وزيران، سفيران، واليان او مشاورين همدا خلک وي چې تا ته رايه ورکوونکي وژني، آيا بيا به دې هم کابينه کې د هېواد   مخلصو بچيانو، کارپوهانو، د ولس  دخادمانو او تجربه لرونکيو اشخاصو ته ځای نه وي. بيا به همدا تورې  پر ملت را ځوړندې وي؟بيا به  هم همدا غر او همدا کربوړی وی ؟
      نه ښاغليه ولسمشره پام چې دا ځل دا اشتباه  تکرار نه کړې. نوره نو له سره وېره لېرې کړه نور سازش، مصلحت انعطاف او باج ورکول پريږده، کار اهل ته وسپاره په خپلۍپاليسۍ ډلې، پلان، سياست او استراتيژۍ کې دې ژور بدلون راوله، پر ملي او بين المللي سياست دې بيا کتنه وکړه، له نوي هوډ او نويو ارادو سره راشه. له واقعي او رښتونو کارپوهانو سره چې ملي فکر او ملي درد لري مشورې کوه. دې ولس ته نجات ورکړه، ارزښتونه يې وژغوره،پر دې  غيرتي ،سرښندونکي ، وفادار او له ننګ اوغيرتونو ډک ولس  د ترورست، القاعده، مافيا، ډار اچوونکي، دهشتګر... نوم مه ږده ،په جنګسالارانو  باور مه کوه، پر ولس يي وکړه، په ولس د اعتماد او باور د فضا د راپيدا کولو لپاره خولې تويې کړه، هغه شکونه او  شبهې ليرې کړه چې خلکو سره ستا په اړه دي، هغه دا چې کرزی غواړي، په زوره او قصداٌ پښتون شاته پاتي شي، نالوستی، بې کسبه او بې هنره شې.
     دا مشورې ځکه درکوم چې اوس د ولس او هېواد برخليک در پورې تړلی دی. بيا هم وايم چې ته يو ځل پر خپل ولس باور او اعتماد وکړه، له اشباحو او څهرو مه وېرېږه، د نورو پر ځای هم دوی ته پنا وروړه  ، ،بيا وګوره چې څه کېږي دا ډېر غيرتي او باشهامته ولس دی  خپل خادمان هيڅکله نه هېروي او ملي غداران هېڅکله نه بخښي . نور دې خوښه