نوې څېړنه : سرطان په شپه کې پر انسان برید کوي

 
دماهره غله په څېر ، سرطان هغه مهال خپل برید پیلوي،چې ټول په خواږه خوب بیده شي،سرطان دانسان دبدن نوو برخو ته ځان رسوي او هملته خپریږي. څیړونکو ددی ماهره غله دمخینوي لپاره دا وړاندیز کړې که چیرې پر سرطان اخته کسان د ورځې پر ځای دشپې له اړخه درمل وکاروي دسرطان دخپریدو مخه نیول کېدای شي.
ددې څیړنې یوه برخه ،چې Nature Communications مجلې خپره کړې ده کاږي: چټله کتله په شپه کې غټیږي او پړڅیږي او سرطاني حجرې هغه مهال په خوځښت راځي،چې پر سرطان اخته وګړی وده شي کله ،چې همدا ناروغ دورځې رابیداره شي دا حجرې بیا کمزوری او بېواکه شي.
دڅیړنې دپایلې له مخې سرطان ضد درملو اغیز ددرمل کارولو یا خوړلو له مهال سره اړیکه لري ، که دشپې له اړخه سرطان ضددرمل وکارول شي کېدای سرطاني حجرې داسې مهال تر اغیز لاندې راشي ،چې په حرکت  کې وي له دې سره به دا ناروغي کمزورې او مخنیوې به یې وشي، پردې سربېره دسرطان ضددرملو اغیز به زیات شي.
څیړونکو دخپلې فرضیې او څیړنې کره والې دهغې تجربې له مخه ثابت کړې دی،چې پر موږکانو یې ترسره کړې وه لومړې یې څو موږکان ،چې پر سرطان اخته و .
څیړونکو دې موږکانو ته سرطان ضد درمل دشپې له اړخه ورکړل دا ورته څرګنده شوه،چې درملو وړ مقاومت کړې دی او دتجربې په پای کې ورته څرګنده شوه،چې دا چټله کتله ډیره کوچنۍ شوې وه ، څیړونکو سرطان ضد درمل یو شمېر موږکانو ته دورځې له اړخه ورکړي و،خو ورته ثابته شوه،چې درملو دومره اغیز نه و کړی.
 یوسف یاردن،چې دیادې څیړنډلې څخه یو دی نوموړی وايي : داسې ښکاري،چې دا دوخت او مهال خبره ده، ډیری ناروغان سرطان ضددرمل  دورځې له اړخه کاروي ددې اړتیا نه وه،چې نوې درمل رامنځته شي ، بلکې د درمل دکارولو وخت دې بدل شي.
څیړونکو،چې خپله تجربه یې پر موږکانو کړې ده اوس هڅه کوي،چې ورته تجربه پر انسانانو هم وکړي ، خو دوی ټینګارکوي،چې  دسرطان درملنه  دوګړو ترمنځ ایله دومره توپیر لري،چې ځینې وخت ته په پام کې نیسي او ځینې نه .