مېرمن مو ځینې وخت له کوروالي انکار کوي ؟

 
ستاسې له پرلپسې غوښتنې او ټینګار مېرمن مو له کوروالي انکار کوي، نه غواړي،چې کوروالی وکړي؟ دا مهال به  تاسې څه کوئ ؟  ددې پر ځای، چې ځان ملامت کړئ ، دواده او کورني ژوند له چوکاټه بهر دبل څه په لټه کې شئ له  ځانه څلور پوښتنې وکړئ،چې ستاسې او دمېرمن ترمنځ مو دااړیکې پیاوړې او ښې شي .  
- ایااحساس کوئ،چئ مینه ورسره لرئ؟ ښځه بې شرط وقیده مینې ته اړتیا لري ، سړی هم داسی دی کله ،چې دمینې د تودوخې درجه ټېټه وي  ډیری ښځې دامهال له جنسي اړیکې یا کوروالي سره ځانګړې لېوالتیا نه لري. څه باید وکړئ؟ دا بایدباوري کړئ،چې تاسې ورسره مینه لرئ ، دا مهال مو که ترمنځ کوم جنجال یا ستونزه وي باید له هغې ژبې یا طریقې ګټه پورته کړئ،چې دهغې خوښه وي . دا مهال باید دستونزې دحل نوښت  تاسې پیل کړئ.
-  ایا ځینې روغتیايي ستونزې شته،چې پر سکس / کوروالي خپل اغیز پریباسي؟ ښځه دخپل ژوند په مختلفو پړاونو کې له هرموني تغیراتو او بدلون سره مخ کیږي ، ځینې بیا دومره اغیزمنې شي،چې اغیز پر سکس / کوروالي  هم پریوځي ، کېدای شي ځینې درمل  داسې وي،چې دا ډول یوه لېوالیتا کمه کړي ، دسړی په پرتله ښځه په ډېره سختۍ  دیته چمتو کیږي ،چې دا ډول غوښتنه ومني .
دا مهال باید څه وکړئ ؟  وهڅوئ ،چې ډاکتر ته ولاړه شي  که یې ومنله  تاسې هم ورسره ولاړ شئ .
-  ایا مېرمن مو له فکري ګډوډۍ ځوریږي ، دناارامۍ، خپګان ، ستړیا  احساس کوي ؟ که چیرې دنده لري ، کوچنیان ورتر غاړې وي ، مالي ستونزه لري ، بوډا موروپلار هم ور ترغاړې وي دا مهال نو ډېره سخته ده،چې مېرمن مو دومره ذهني ، بدني ځواک ولري،چې له تاسې  سره دکوروالي / سکس په برخه کې همغږې شي، ان که چیرې ستاسې غوښتنه  ومني دا به ورته ډېره سخته وي ،چې دڅه وخت لپاره  دا ډول یو سوچ او ستونزه هیره کړي.
دا مهال باید څه وکړئ ؟  که داسې وخت مو تر لاسه کړ،چې ستاسې خبرې ته غوږ ږدي ، باید ورته ووایې،چې  ډېره مینه درسره لرم ، پوهیږم ،چې له دی ستونزو ځوریږې ، باید هڅه وکړئ،چې داسې لاروچاره ومومي ،چې دڅه وخت سوچ او اندېښنه یې راکمه کړئ .
-  ایا اوس هم له مېرمن سره لوبې کوئ ؟ دشپې له اړخه  سمدلاسه  مشخصه غوښتنه مه کوه، بلکې هغه ټولې خبرې ، ټوکې ورسره پیل کړه،چې دورځې په اوږدو کې دې ورسره کولې ، ښځه / مېرمن  دیته اړتیا لري ،چې دااحساس وکړي،چې ستاسې خوښیږي ، مینه ورسره لرئ او کنه ډېر ژر به  دا احساس وکړي ،چې  بدن یې ستاسې په کار دی او بس .
دا مهال باید څه وکړئ ؟ له مېرمن سره له ټولو رومانتیکو لارو چارو ګټه واخلئ ، له واده وړاندې به  نوښت ستا په لاس کې و اوس ولې په خبرو ، ناسته پاسته  کې له نوښت کار نه اخلئ .