قهر او غصه تر هغه مخکې کنټرول کړئ چې پر ژوند مو حاکم شي

 
 د کنټرول وړ غصه د ځینو ناوړه پيښو او خبرو په مقابل کې د بدن یو طبیعي عکس العمل دی، خو له حده زیات قهر او غصه په ژوند کې د لویو ستونزو سبب کیږي دغه ډول غصې ته د ناروغۍ یو حالت ویلی شو چې ځان باید ترې وساتو. د ناکنټروله قهر لویې ستونزې دادي:د انسان ټولنیز شهرت زیانموي، له کورنۍ، ملګرو او همکارانو سره یې اړیکي خرابوي، د سمې پریکړې واک ترې اخلي، کاروبار ته یې زیان اړوي، له داخلي سکون، دماغي ارام او خوښۍ مخه یې نیسي او احساسات یې بې توازنه کوي.نوو څیړنو ښودلې ده چې عمر یې لنډوي.
غصه د انسان خوشالي وژني او د یوې ثانیې قهر په بدل کې ۳۰ ثانیې خوشالي له منځه ځي. همدا راز ړزه ته تاوان اړوي، د وینې فشار لوړوي، د بدن دفاعي سیستم کمروزی کوي او د انسان څیره بدرنګوي.
قهر ځکه په زړه ناوړه اغیزه کوي چې له امله یې په  بدن کې د اډرینالین او کورتیزون هورمونونه افرازیږي چې د زړه ضربان او چټکتیا زیاتوي، ځینو غړو ته د وینې جریان زیاتوي او نورو ته یې کموي، د رګونو په منځ کې د سختوالي سبب کیږي چې رګونه تنګیږي (او د وینې فشار د همدې امله لوړیږي)، د رګونو د دیوال د تخریب سبب  کیږي چې په نتیجه کې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي. د امریکا د زړه د ناروغیو په ژورنال کې د ۴۴ څیړنو پر بنسټ د زړه د ناروغیو او منفي/ شدیدو احساساتو تر منځ د اړیکو مسئله ثبوت شوې ده. نه کنټرولیدونکی قهر او نور منفي احساسات په روغو خلکو کې ناروغي رامنځته کوي او د ناروغو خلکو ناروغي تشدیدوي.
د غصې فزيکي اغېزې:قهر او غصه په بدن کې د جګړې یا تیښتې (fight or flight) میکانیزم فعالوي چې د ویرې، وارخطايي او اضطراب په شان بدن ته  د روحي فشار مسئول هورمونه پمپوي. پدې حالت کې دماغو او کولمو ته د وینې جریان کموي او عضلاتو ته یې زیاتوي چې د زړه د چټک ضربان، لوړ حرارت او خولې کیدو سبب کیږي. په اوږده مهال کې د فزیکي او رواني ناروغیو سبب کیږي.
د غصې روغتيايي ستونزې:د قهر، غصې او روحي فشار له امله ازاد شوي کیمیاوي مواد او د هغو په نتیجه کې میتابوليکي بدلونونه خطرناک روغتیایي عواقب لري چې یو څو یې دادي: سردردي، د ګېډې د درد په شان هضمي ستونزې، بیخوبي، زیاتیدونکی اضطراب، ژور خفګان، د وینې لوړ فشار، د اکزیما په شان جلدي ستونزې، د زړه حمله او دماغي حمله.
د مقابلې نا سمې لارې: ځینې خلک خپل قهر په نه کنټرولیدونکي ډول څرګندوي. په اصطلاح دوی له قهره چوي، او له حده ډیره غصه کوي چې دغسې قهر د کورنیو اړیکو د خرابیدو، ټولنیز تجرید، کم باورۍ، جګړو او زورزیاتي سبب کیږي. ځینې خلک برعکس خپله غصه تل خوري. دا کار هم مناسب ندی. دا خوړل شوی قهر ورو ـ ورو یو ځای کیږي او کیدای شي په یو ځل په ډیر نامناسب ډول ظاهر شي. کله کله دغسې خلک خپل قهر او غصه په ماشومانو او ښځو تشوي، چې دیر ناوړه کار دی.
د غصې د مناسب اظهار لارې:که قهر مو له کنټروله ووت، ورو حرکت وکړئ. د قهر په مقابل کې کې د ارام کولو لارې چارې زده کړئ. په منظم ډول ورزش وکړئ. ورزش سترس زیږونکي کیمیاوي مواد سوزوي او د مزاج ښه کوونکي نیورو ترانسمیټرونه زیاتوي.که خپل قهر مو په هیڅ صورت نه شو کنټرولولی نو یو ډاکتر یا مشوره ورکونکي ته ورشئ.
د قهر مناسب اظهار د زده کیدو وړ دی.ماشومانو ته ورزده کړئ چې خپله غصه څنګه څرګنده کړي.  لومړی تاسو خپلو ماشوماتو ته یوه ښه بیلګه شئ، خپل ماشوم سره په درنښت چلند وکړئ، صادقانه او ازاد پوهاوی ورسره وکړئ، د ستونزو د حل لارې چارې ورزده کړئ چې څنګه خپله غصه په مناسب ډول کنټرول یا اظهار کړي، د غصې او زور زیاتي تر منځ توپیر هم ورزده کړئ، د زور زیاتي په صورت کې جزا ورکړئ او د قهر په صورت کې ورته د حوصلې تلقین وکړئ.
د قهر د کنټرول سمې لارې:د خپل قهر مسئولیت واخلئ او پدې پوه شئ چې بد عواقب یې هم ستاسو ژوند او شخصیت ته او هم ټولنې ته  مضر دي،د قهر په وخت کې ژور تنفس وکړئ، د مثبت فکر کولو، د بل په موقف کې د ځان اچولو، د هغه عزت او خفګان د خپل عزت په شان ګڼلو او ژورې همدردۍ له لارې د غصې منفي انرژي په مثبته بدل کړئ، ستونزې په معقوله لار حل کړئ، بدې پيښې، بد فکرونه او بدې خاطرې له مغزو وباسئ او قهر مخکې تر هغه کنټرول کړئ چې پر تاسو حاکم او عادت مو شي. د قهر دوه لوی قاتلان مینه او حوصله دي؛ د خدای له مخلوق سره مینه خپل مسئولیت وګڼئ او د حوصلې او زغم تمرین وکړئ. قهر د کنټرول وړ دی. له قهر څخه په خلاص ژوند کې ډیر خوند دی. له دغسې ارام ژونده خوند واخلئ.