
سارا کې لیونی مجنون وي لــــــــــمر ته غیږه ورکړي
بلال وی مدینه کې پیغمبرتـــــــــــــــــــه غیږه ورکړي
د زړه درزا یې زیاته شـــــــــــــــــي یوه پر بله ورشي
توپان چې په مستۍ شي سمندر تـــــــــــه غیږه ورکړي
د سترګو له فریاده د مـــــــــــــــــرګي لوري ته ولاړې
دا اوښکې به د خاورو شي ټټـــــــــــر ته غیږه ورکړي
دا غرونه مې د ستورو لــــــــــه چم هومره ښایسته دي
چې سپینې پریښتې راشي سپیــــن غر ته غیږه ورکړي
دا څنګه ښه نغمه ده چـــــــــــــــــې تیارې تښتوي برې
څپې د اذانه دي چې سحـــــــــــــــــــــــر غیږه ورکړي
لوګری څه ظالم دی څــــــــــــــــه یې زیړې ډډې ریبي
شیدا دي د لاره د خولې جوهـــــــــــر ته غیږه ورکړي
کوي حکایتونه په عــــــــــــــــــــــــــــالم د ملکوت کې
اشنا چې خوږ نظردې مې نظر ته غـــــــــــیږه ورکړي
انکار یې له اوبو چــــــــــــــــــې د تبوک لمن کې وکړ
هر دریواړو داغوښتل چې کــــــــوثر ته غیږه ورکړي