په ديمكراسۍ وير

تاسې گورۍ چې دا څه په موږ تېريږي
وږي تږي ټول قومونه مو زوريږي
كه مو سمې ته راكاږي نو دښمن دى
چې مو شپه ورځ قتلوي ټول پرې نازيږي
ښځې كونډې نارينه گوډ او ړانده شول
قتل عام د پښتنو سيمو كې كيږي
بن لادن او طالبان يې خپله جوړ كړل
لر او بر پښتون ته دا بهانې جوړيږي
دسيسي د همسايه د س.اۍ.ډي دي
دا اغزين تار چې زمونږ منځ كې كش كيږي
كه وژل كه ورانول كه غلاوې كاندي
ټول جرمونه په طالب خوار تماميږي
موږه وروڼه يې په هغه او دغه ويش كړو
يو مليت د بل په وينو نه مړيږي
چې يو بل ته مخامخ څوكۍ كې كينو
ان ټي. وي د امريكا نه پرې غږيږي
كه هر څو افغان زليل شي باك يې نشته
دواړو خوا كې په همدې پلان كاريږي
تش په نوم طالب په كورچې بمباري كا
نو ژوندي كلي قومونه تباه كيږي
د پښتون دښمن خبرو ته غوږ نيسي
بې تحقيقه راكيټونه چې وريږي
جوماتونه او حجرې كړي دړې وړې
د خوارانو غږ هېچا ته نه رسيږي
د دولت غټان تقسيم كړي د ډالرو
مامورين قاضيان په بډو نه مړيږي
بې غوري ده د قوم غم چا سره نشته
مافيا راغله انسانان تيښتول كيږي
دا نو څه ديمكراسي شوه وياله وروره
چې مې گران ولس سرو وينو كې لمبيږي