د وطن مـــــــــــــــــور

اى وطنه د افغان اولس ټاټوبۍ
ستا په غېږه كې اوسيږي شنه زمريان
تاريخونه د نړۍ واړه په ډك دي
تا روزلي دي هميش قهرمانان
رابعه، نازو ملالې دي زوكړي
هم سينا هم احمدشاه او ميرويس خان
كه هر څوك په زور راغلي تا شړلي
مغولان كه انگريزان دي كه روسان
چې په خپلو كې هر څومره دښمني كړو
غليمانو ته يو موټي يو يوځان
موږ د بل په شيطانيو نه غوليږو
كه هرڅو راته كوي بحث او بيان
څوك چې موږ جلا كوي خپل سر به وخوري
رباني وي گلبدين كه مسعود خان
مخ به يې تور وي شريمينده به وي هركله
چا چې غوښتي بده خوا ده د افغان
دا دوستم مجديدي كه خليلي دۍ
ځان دې وښايي كه پټ وي كه عيان
دوۍ زموږ دي كه د بل غولامي كاندي
غږ دې وكړي لاس دې جگ كړي په ميدان
د دې گران وطن رېښتني بچېي ها دي
چا چې وكړو په جنگونو سوړ باران
سر لوړي به د هغه چا په نصيب وي
چې اباد يې كړ شرين افغانستان
وياله وتړه ملا ووځه ډګرته
كړه ابادې دښتې وكره گلان