
د هلمند ولایت د خپلواکو ژورنالیستانوټولنه د بلخ ولایت په مرکزمزارشریفښارکې د يوخبریالې په وژل کیدو نه يوازې چې خواشیني څرګندوي بلکې دغه عمل
په سختوټکوغندي.
دا چې د پلوشې توخي په نوم د بيان راډیوخبریاله به رڼا ورځ په خپل کورکېد ښاردریمې حوزې ته څیرمه د چاقوپه برید وژل شوې اود پیښې عامل په تيښتهبریالی شوی داد بیان د آزادۍ پر وړاندې ښکاره تیری دی اوله کشفيارګانونوڅخه په کلکه غوښتنه کوو چې ژرترژره ددې نه بخښونکي عمل مجرمونيسي اود قانون له مخې سخته سزا ورکړي.
د هلمند د ژورنالستانوخپلواکه ټولنه د پلوشې توخي کورنۍ، خواخوږواوبلخميشتوټولوخبریالانوته د تسلیت مراتب وړاندې کوي اوددې ناوړه پيښې په غمکې له دوی سره ځان شریک بولي.