
بس له غرونو پناه کیږم او په تاپسې درځمه
د غمونو خزانه شوم په خندا پسې درځمه
چې را وسپړمه ډک له غمو زړونه
د یتیم اوښکې کړم پاکې یک تنها پسې درځمه
دا شډل شډل وختونه لږ رایاد کړو
بس هغو ړنګو کیږدیو ته په تا پسې درځمه
د ځوانی وختونه هسی رانه تیرشول
مړه ځوانې را ویښومه ستا ښکلا پسې درځمه
دا کرک جن وختونه هیر کړو له مرغیو
بس یو سیل به ځان سره کړمه اشنا پسې درځمه
دا خزان خزان بڼو نه چې تازه شي
یو سپرلی به راولمه نن سبا پسې درځمه
تاته یاد دي د چینې غاړیته ناست وو
چې موسم لږ بارانی شی خامخا پسې درځمه
نایاب