
راز محمد دلیلي
افغان مدني فعال او د افغاني سولې ښوونکی، راز محمد دلیلي د امریکا د ال هبري بنسټ له لوري د ۲۰۱۵ کال د سولې د ښوونکي دجایزې ګتونکی اعلان شو.
یاده جایزه د امریکا د متحده ایالاتو د واشنګټن ډي سي په ښارکې د اکتوبر د میاشتې په ۲۸ نیټه د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې ښاغلي دلیلي ته ډالۍ شوه.
دغه جایزه په کال کې یوځل د درناوي په ډول هغو کسانو او بنسټونو ته چې کړنې یې د ارزښت وړ او ګټورې وي او دسولې د زده کړې په برخه کې کارکوي ورکول کیږي، د یادې جایزې لپاره له ټولې نړۍ څخه دیوې آزادې سیالۍ په پایله کې د کس یا بنسټ د کارونو د ګټورتیا په پام کې نیولو سره یوه تن یا بنست ته دغه جایزه ډالۍ کیږي، چې دادی په ۲۰۱۵ کال کې د یادې جایزې لپاره د سولې د ډګر افغان مدنی فعال او د افغاني سولې ښوونکی راز محمد دلیلي غوره شوی.
د سولې په را وستو او د ټولنیزې هوساینې په لاره کې له ۲۵ کلونو زیاتې نه ستړیکیدونکې هلې ځلې، د روغې جوړې په پراختیا او د سولې زده کړو ته د دیني او کلتوری اساساتو پربنسټ زمینې برابرولو دلیلي په افغانستان کې د سولې په یوه پیژندل شوي مدنی فعال بدل کړی.
ده په کال ۱۹۹۰ کې د یوې غیر دولتي موسسې چې د سنایی انکشافي موسسې په نامه ده بنسټ ایښی او له هماغه پیله څخه یي د ټولنيزې پراختیا او ټولنیز عدالت لپاره هلې ځلې کړي او کوي.
راز محمد دلیلی د نړۍ په کچه نهم تن دی چې د سولې د زده کړې جایزه یې د ال هبري بنسټ څخه ترلاسه کړېده .
د ال هبری بنسټ په اړه
ال هبري بنسټ یو امریکایی بنسټ دی چې په کال ۲۰۰۱زیږدیز کې جوړشوی د یاد بنسټ مرکز د امریکا د متحده ایالاتو په واشنګټن ډی سي ښار کې موقعیت لري، نوموړی بنسټ د دوه ګډو اسلامی ارزښتونو لپاره چې سوله او بدلون ته درناوی دی په ټوله نړۍ کې کار کوي ، او یادې موخې ته درسیدو لپاره بېلا بېل پروګرامونه په لاره اچوي.
پدې اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ:
http://www.elhibrifoundation.org/news/healing-afghanistan-afghan-peace-educator-is-awarded-the-2015-el-hibri-peace-education-prize
د جایزې د ګټونکي راز محمد دليلي د اړیکې شمیره او د بریښنالیک پته
د اړیکې شمیره: 0012025499170/0700220638
سکایپ:
د بریښنالیک پته: