د ګلونو حکایت

 
نن په باغ کې د ګلونو یو تر بله حــــــــــــــــــــــــــــــکایت ؤ
واړه وو له یار بیزاره د هر یـــــــــــــــــــــــو ترې شکایت ؤ
 
ګلاب وې چې خلک وایي ګـــــــــــــــــــــــلابونه به خندا دي
څه خبر دي چې په مخ مې سهار اوښکـــــــــــــــې د ژړا دي
یا په زړه رڼې ولاړې مې تڼاکې د اشــــــــــــــــــــــــــــنا دي
دا چې شونډې مې رپيږي په افسوس په واویـــــــــــــــــلا دي
په سینه کې مې تور داغ دی داسې کړي یې په مــــــــــــا دي
په پنځوسو پردو بـــــــــــــــــــاندې مې غمونه ښخ په ملا دي
دا اوبه د مالیار ندي اوښـــــــــــــــــــکې ډنډ پښو کې زما دي
څه ټپونه مې غوټۍ دي څـــــــــه ناسـور دي چې خوله وا دي
پتنګان د یار نیزې دي چـــــــــــــــــــې په غوښو مې لګیا دي
نیم یې ښخ یمه په قبر دغه چــــــــــــــــــــــــــارې نن سبا دي
 
په نارو نارو بلبل ورته ژړل دا یې حـــــــــــــــــــــــــــالت ؤ
واړه وو له یار بې زاره د هر یو ترې شــــــــــــــــــــکایت ؤ
 
نرګـــــــــــــس آه کړ وې یې څاڅي مې له سوي زړګی وینې
رنګ مــــــــــــې سپین وتښتید ومې چې لیدې سترګې حسینې
د مرګـــــــــــــــــــــــــي په لاسـو ورکړمه د ښکلي اشنا مینې
ځوانیمرګې یې زمــــــــــــــــــا د ژوندون کړې شیبې رنګينې
ځکه څښمه د باران په لاســــــــــــــــــــــو سپینـې سپینې پینې
چې ولاړ یمه حیران یم تښتیدلي مـــــــــــــــــــــــې دي سپینې
د ژوندون مازدیګـــــــــــــــــــــــــری مې وچوي پاڼې زرينې
د بیلتون شیبې ظالمې دي کــــــــــــــــــــــــافرې دي بې دینې
دا چې شین یم په سپین مــــــــــــخ خدایهج ژړا ده ته مې وینې
نوره مرمه چې راغلی مــــــــــــــــــــــــــې شیبې دی اخرینې
 
د ماښام تیارې چې راغلــــــــــــــــې دا د مرګ یې علامت ؤ
واړه وو له یار بیزاره د هــــــــــــــــــــــر یو ترې شکایت ؤ
 
کشمالي وې دا چې سوی یم له رنــــــــــــــــــــــځ د بیلتانه یم
د اشنا له ښکلي مخه په زړګي دانه دانــــــــــــــــــــــــــــه یم
دا چې ســــــــــــــــــــوی بوی مې خیږي کبابونه یم که نه یم
سر ببر یمه له مینې د جـــــــــــــــــــــــــــــــــــانانه دیوانه یم
د مجنون او د فرهاد د حیرتونو نښــــــــــــــــــــــــــــــــانه یم
تورې پښې یې ولاړ لاره کې په یاد یې مــــــــــــــــــستانه یم
بوی یې راوړي نڅاګر هر خوا دباد په ترانـــــــــــــــــــــه یم
یا په جنــــــــــــــــــــګ کې ورانه شوي کنډواله یم ویرانه یم
له داســــــــــــــــــــــتانه د ژوندون خطا د مرګ په افسانه یم
پردی شوی لــــــــــــــــــــــه خپل ځانه یم دا زه لکه زه نه یم
 
د ببري دا بـــــــــــــــــــــــــده ورځ داسې مدار یې د قسمت ؤ
واړه وو له یار بېـــــــــــــــــــــــزاره د هر یو ترې شکایت ؤ
 
غږ د سوي ژړا پـــــــــــــــــــــــــــــــورته د پروتي له ګوګله
وې یې نیسمه دیوال زه چې پـــــــــــــــــــــــه پښو دریږم کله
چې مې یو پرهر جوړیږي شــــــــــــــــــــــي راشنه تڼاکه بله
ځای به ځای مې په تنکي بدن د غم لــــــــــــــــــــمبه شي بله
له محموده مې د مـــــــــــــــــــینې احساس ډیر دی یو په سله
هره ورځ غورځوم ویـــــــــــــــــــــــــــنې ځم تر کلي د اجله
په څپیړو مخ وهمه ویر وي غــــــــــــــــــــــم وي همیش دله
د اشنا خمار د بنګو تیندک خورمه لــــــــــــــــــــــــــه هر پله
په افسوس او په شور سر شوله د بر پټي شوتلـــــــــــــــــــــه
توره واوښتله وچه شوه لـــــــــــــــــــــــــــه دې کیسې سنځله
 
دغه ژوند ؤ د پروتی تښتیدلی تــــــــــــــــــــــــــرې راحت ؤ
واړه وو له یار بېزاره د هر یو ترې شکـــــــــــــــــــــــایت ؤ
 
نورو ګلو هم کـــــــــــــــــــــــیسې کړلـې تر پای د مازدیګره
دم یې تللو رپیده ســــــــــــــــــــــــــــــــــر یې وهلی له ګلبره
کاپر ګل په راز او نیاز ؤ لیونـــــــــــــــــــــي غوندې له لمره
ؤ رامبیل زیړي نیولی رنګ یې زیړ لــــــــــــــه پښو تر سره
د ننګوړي شونډې چاودې راوتلي لـــــــــــــــــــــــــــــه دلبره
نڅیده هر یو د غم په ساز دمینې لـــــــــــــــــــــــــــــــــه اثره
سپیلنیو پنـــــــــــــــــــــــــــــــاه وړله له ډیر سوزه تر مجمره
د کمڅو په غم سنبــــــــــــــــــــــــــــل تللو تر کوره د ساغره
داسې حال چې پسرلي ولــــــــــــــــــــــــیده ولاړ له دغه دره
په توبو شو د ګلونو له ترسیمــــــــــــــــــــــــــــــــــه له هنره
 
د معشوقو په لاسو هسې خواري هسې ذلــــــــــــــــــــــــت ؤ
واړه وو له یار بیزاره د هر یو ترې شکـــــــــــــــــــــــایت ؤ
کابل-جمالمېنه،۱۷/۶/۱۳۹۱ ل ل