
هیله د انسان په داخلي وجود او روان کې د راتلونکې د پېژندنې حس دی.
له تیارو نه د یوې ښې راتلونکې پر لور د انتظار څراغ دی. هیله او هدف دواړه سره تړلي دي.
که انسان په خپل ژوند کې هدفمند پرمخ ځي، د راتلونکي او هدف وړ منزل پر لور په کې هیله مندي راټوکیږي. نهیلي د ناکامۍ پیل دی. که تاسې د نهیلۍ په اوج کې له کار او ژونده لاس اخلی، کله هم کار نه مومی او کله هم نه بریالي کیږی.
یوڅوک د سرطان په ناروغي اخته دی او د ډاکټرانو په وینا درملنه یې نه کیږي او باید ومري. که دی په همدې باور ژوند کوي، مرګ په خپله ورته راځي، خو که د ژوند او ښه کېدو لپاره هیله من وي، د ژوند څراغ یې ژر نه مري.
هیله او امید د انساني ژوند د پراختیا مهم راز دی.
هر کال په نړۍ کې سروې ګانې کیږي، چې ژوند ته د مختلفو وګړو د هیله مندۍ سلنه ښيي. څومره، چې په یوه ټولنه کې د رغېدن، ژوند او پرمختګ په تړاو په خلکو کې د هیلې قوه لوړه وي، د کار انرژي هم ورسره لوړیږي.
وايي له ګابریل ګارسیا نه یې وپوښتل، چې که د هیلې په اړه یو سل مخیز کتاب ولیکئ، څه به لیکئ؟ ویې ویل: « ۹۹ مخونه یې تش پریږدم. په وروستي مخ کې په یوه کرښه کې لیکم، چې هیله وروستی څیز دی، چې مري». دا حقیقت دی، چې هیله د ستونزې حل نه دی، خو د ستونزې پر وړاندې مقاومت خامخا دی. هیله موږ ته وايي، چې هرڅه غواړی ترلاسه کولای یې کړی او څومره، چې غواړی شرایط د ځان په ګټه څرخولای شی. د هیلې د پېژندلو لپاره تر ټولو ستر راز زموږ خپلې وړتیاوې دي. که ځان وپېژنو، هیله مندي هم په ځان کې روزلای شو. هیله تر ډېره د انسان د وړتیاوو او توان تابع ده. په بله وینا، خیالي څیز نه دی، یو حقیقت دی، چې سړي ته د منزل پر لور د تګ انرژي او روحیه ور کوي.
راځئ، ژوند ته هیله من و اوسو او په نهیلۍ د ژوند بل څراغ مړ نه کړو.
له «هيمانۍ» نه په مننې سره.