
د ځینو سره شاید دا پوښتنه وي چې د تبادلې د نرخ لوړوالی او ټیټوالی د یو هېواد په اقتصاد په ځانګړي ډول په کاروبار او صنعت څه اغېز لري. موږ هم په دغه لیکنه کې هغه ټکو ته اشاره کوو چې په وسیله یې د تبادلې د نرخ بدلون په کاروبار او اقتصادي جریان خپل اغېز ښندي.
د تبادلې نرخ د هغه کاروبارونو لپاره ډېر مهم دی چې خپل تولیدات نورو هېوادونو ته صادروي او خام توکي واردوي. که د تبادلې نرخ لوړ شي نو د صادروونکي کاروبار د توکو بیې به په بهرنیو اسعارو را ولویږي او په نړیوال بازار کې به یې توکو ته تقاضا ډېره شي خو که د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د یو هېواد د تبادلې نرخ لوړ شي نو صادروونکي کمپنۍ د خپلو توکو د بیو د لوړوالي له امله نه شي کولای په نړیوال بازار کې د خپلو سیالانو سره رقابت او سیالي وکړي.
که د تبادلې نرخ ښکته وي نو کاروبار ته به د بهر څخه واردېدونکي خام توکي د کورنۍ کرنسۍ په حساب قیمته پریوزي خو په مقابل کې به یې د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې د نرخ د ټیټوالي له امله بهرنیو هېوادونو ته توکي ارزانه تمامیږي او له دې لارې به یې صادرات ډېر وي. خو که د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې نرخ لوړ وي، نو که څه هم کاروبار ته به د بیرون څخه ورادیدونکي توکي ارزان تمامیږي خو د تولیداتو د بیو د لوړوالي له امله به په نړیوال بازار کې د سیالۍ جوګه نه وي.
یادونه باید وکړو چې د تبادلې د نرخ ادلون بدلون او په کاروبارونو باندې یې اغېز د یو لړ شرایطو سره تړلی چې د نوموړو شرایطو په شتون سره شاید زمونږ پورتنۍ خبرې ځینې وخت سرچپه پایله ولري. د همدغه ډول ځینو شرایطو څخه دلته لنډه یادونه کوو.
د تقاضا کشش یا ارتجاعیت: کله چې د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې نرخ رالویږي، په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د یو هېواد د تولید لپاره تقاضا د ډېر کم ارتجاعیت لرونکي وي نو په دې حالت کې به صادروونکي شرکتونه د تبادلې د نرخ د لویدو یا Depreciation څخه ډېره کمه ګټه تر لاسه کړي. خو که د قیمت پر وړاندې تقاضا حساسه او د ډېر ارتجاعیت لرونکي وي نو په داسې حالاتو کې به کورني کاروبارونه د تبادلې د نرخ د کمښت څخه ستره ګټه پورته کړي. د پورتنیو خبرو په پام کې نیولو سره یو هیواد باید په نړیوال بازار کې د خپلو توکو د قیمت پر وړاندې د تقاضا کوونکو د غبرګون د معلومولو څخه وروسته د خپلې کرنسۍ د ارزښت د راکمولو فیصله وکړي، داسې نه چې پرته له سنجش څخه د خپلې کرنسۍ د ارزښت د کمولو له لارې ستر زیان وویني. د دې تر څنګ د تقاضا لرونکو هیوادونو د اقتصادي حالت هم باید په پام کې ونیول شي ځکه د اقتصادي ځوړتیا پر مهال که یو هیواد هر څومره د خپلې کرنسۍ د تبادلې نرخ کښته کړي خو بیا به هم د صادراتو د تقاضا د زیاتوالي سره د پام وړ مرسته و نه کړي.
د خامو موادو د وارداتو کچه: که چیرته یو هیواد د خپلو اړتیا وړ خامو توکو ډېره برخه د بیرون څخه واردوي نو په دغه صورت کې د تبادلې د نرخ لوړوالی د کموالي په وړاندې لږ څه ډېر اغېزمن دی ځکه چې په دې صورت کې به د کورني تولید لپاره خام مواد په کورنۍ کرنسۍ ارزانه تمام شي، خو که چیرته د تولید د خامو توکو یوه کمه برخه د بهرنیو هیوادونو څخه واردیږي بیا نو د تبادلې د نرخ د لوړوالي پر ځای کم والی غوره دی، ځکه کورني کاروبارونه به تر ډیره بریده د خامو موادو په برخه کې په کورنیو سرچینو بسیا وي.
انفلاسیون: د پیسو د تبادلې د نرخ د کموالي څخه یوه ستونزه رامینځته کیږي او هغه د پیسو د پړسوب یا انفلاسیون ستونزه ده. د دغه ستونزې د مخنیوي په موخه باید د تبادلې د نرخ په عیارولو کې له پوره پاملرنې څخه کار واخیستل شي او د اقتصادي شرایطو په پام کې نیولو سره د تبادلې د نرخ د ټاکلو اړوند پریکړه وشي.
د تبادلې د ثابت نرخ قرار دادونه: داسې هم کیدای شي چې د خامو توکو د وارداتو لپاره د صادروونکو هیوادونو سره د تبادلې یو ثابت نرخ وټاکل شي. دا چاره دا ګټه لري چې د تبادلې د نرخ د مهالنیو بدلونونو له امله به کاروبار او اقتصادي جریان ته کوم زیان نه اوړي. صادروونکي اړ نه دي چې د تبادلې په شته نرخ کې قرارداد لاسلیک کړي بلکې هغوی باید په ټاکلې دوره کې د تبادلې د نرخ ممکن نوسانات محاسبه او سنجش کړي او په همدې بنسټ د واردوونکي هېواد سره په یو مناسب نرخ د خامو توکو د صادراتو تړون لاسلیک کړي.
دا لیکنه په همیانۍ ورځپاڼه کې خپره شوې ده