غزل

  عجب،عجب غوندې خوبونه وينم سترګو د يار کښې سرۀ اورونه وينم د چا لاسونه دي، هېڅ نه پوهېږم نظر مې لنډ دی،بس جامونه وينم د چا د زلفو يا رباب يا،ستار ويښ که بېدار يم،بس تارونه وينم زما د خيال پروازه! نام خدا په اغزو پروت يم خو،ګلونه وينم تا ته د خيرو تر شا نه ښکارېږي زۀ لکه لمر، ځلاند مخونه وينم ته خاموشۍ د سمندر ته حېران زۀ را روان سخت طوفانونه وينم ته يي که هر څو رانه پټ کړی،ولې زۀ دی په زړۀ کښې خپل يادونه وينم د دروغين جنت تر شا دی، ملا! زۀ د رښتياوو، دوزخونه وينم د زړۀ په دښته مې باران نه اوري چې  پری لا اوس هم، د چا پلونه وينم په هر قدم کښې دی وي پام (مئينه)! لار کښې پراته دی ډېر دامونه وينم   پېښور  ١٣/٠٩/٢٠١٤