
ته د دلدارو په چم، زۀ د بې زړو کلي کښي
تۀ د ژونديو په ښار او زۀ د مړو کلي کښې
له کوره دواړه بهر،خو،دومره فرق دی،اشنا!
تۀ د خپلوانو مېلمه، زۀ د پردو کلي کښې
لېوني کډي تړي چې، ترينه ليری لاړ شي
هوښياران بيا راټول دي،د لېونو کلي کښې
پرېږده چې لاړ شم چېرته،د ښار کوڅو کښې څملم
ما ته خوب نه راځي، دی ، د ويدو، کلي کښې
ترنګ د ادم د رباب، د سوي زړۀ سندرې
ښکاري، وادۀ دی نن بيا، د چا درخو کلي کښي
يو دی،نه دوه،نه درې دي،رښتيا خو داده، شېخه!
ټول بې اودسه ګرځي، دی د اوبو کلي کښي
زړۀ د په کور کښې کېږده،حالات ښه ندي،ګوره
چې درنه پټ ئې نکړي،څوک د دی غلو، کلي کښي
( مئين) ته و وائې څوک چې، بېرته رانشي نور
نشته پشتو اوس هغه ستا د پشتو کلي کښې
پېښور ٠٨/٠٩/٢٠١٤