څه شی د تبادلې په نرخ کې د بدلون لامل کیږي

 
پوهیږو چې د بهرنیو اسعارو پروړاندې د کورنۍ کرنسۍ د بدلون نرخ ته د تبادلې نرخ Exchange Rate وایي. د توکو په څېر د اسعارو د تبادلې نرخ هم د عرضې او تقاضا له مخې ټاکل کیږي. د بېلګې په ډول که په نړیوال بازار کې د افغاني توکو تقاضا ډېره شي نو دا چاره افغانیو ته د تقاضا د ډېروالي لامل کیږي چې په پایله کې یې د بهرنیو اسعارو پروړاندې د افغانیو ارزښت او د تبادلې نرخ لوړیږي. په دغه لیکنه کې د ځینو هغه بنسټیزو عواملو یادونه کوو چې د یوې کرنسۍ د تبادلې په نرخ اغېز لري.
پړسوب یا انفلاسیون:  هغه هېوادونه چې د پیسو د پړسوب یا انفلاسیون کچه یې ټیټه وي نو پیسې به یې د تبادلې د نسبتاً با ثباته نرخ څخه برخمنې وي. که د انفلاسیون کچه لوړه وي نو طبیعي ده چې د یو هېواد د کرنسۍ ارزښت کمیږي چې د ارزښت کموالی یې د تبادلې د نرخ د رالوېدو لامل کیږي.
د سود نرخ یا کچه: که چېرېپه یوههېواد کې په پانګې او پیسو د سود د ورکړې کچه لوړیږي نو هغه وګړي چې پیسې لري خپلې پیسې د ډېر سود او ګټې د لاس ته راوړلو په موخه نوموړي هېواد ته لېږدوي. دغه چاره د نوموړي هېواد د پیسو د تقاضا د لوړوالي لامل کیږي. د تقاضا ډېروالی بیا هغه څه دي چې د یو هېواد د کرنسۍ ارزښت لوړوي او له دې لارې د سود لوړ نرخونه د تبادلې د نرخ لوړوالي ته لار هواروي.
د پیسو احتکار: کله چې د پیسو کاروباریان پوهیږي چې په راتلونکې کې به د کورنۍ کرنسۍ نرخ لوړیږي نو هغوی د بازار څخه د کورنۍ کرنسۍ په راټولولو پیل کوي. په دې کار سره د کورنۍ کرنسۍ تقاضا، ارزښت او د تبادلې نرخ لوړیږي. باید ووایو چې د نورو اقتصادي شرایطو تر څنګ مالي بازارونه د پیسو د تبادلې د نرخ په ټاکلو کې مهم رول لري.
رقابت او سیالي: که د یو هېواد توکي او چوپړتیاوې د نړیوال بازار په سیالۍ کې تر نورو مخکې شي نو ښکاره ده چې د نوموړي هېواد د پیسو د تبادلې نرخ به هم ورسره لوړ شي. د کورنیو پیسو د تبادلې د نرخ د لوړوالي لپاره باید د خپلې غښتلتیا نقطې و پېژنو تر څو د نړیوال بازار په سیالۍ کې تر خپلو رقیبانو وړاندې شو.
د تادیاتو بيلانس: د تبادلې د نرخ د لوړوالي او ثبات په موخه باید د خپلو تادیاتو بیلانس مثبت او یا هم په انډول کې وساتو. که د تادیاتو په بيلانس کې مو جاري حساب کسر ولري، نو دا په دې مانا ده چې د وارداتو ارزښت مو د صادراتو څخه لوړ دي. که چیرته دغه کسر د کورنیو مالي سرچینو په وسیله پوره شي نو کومه ستونزه نه جوړوي خو که د دغه کموالي یا کسر د پوره کولو لپاره د بهر څخه پانګه وارده شي نو طبعي ده چې دا چاره د کورنۍ کرنسۍ د تبادلې د نرخ د کمیدا لامل کیږي.
د دولت لاسوهنه: ځینې هیوادونه کوښښ کوي چې په لاسي توګه د خپلې کرنسۍ د تبادلې په نرخ کې بدلون راولي. د بیلګې په توګه یې د چین څخه یادونه کولای شو چې په لوی لاس د خپلو پیسو د تبادلې نرخ ښکته ساتي تر څو یې د سیالانو په  پرتله صادرات ارزانه تمام شي. چین د خپلې کرنسۍ د ارزښت د ټیټوالي لپاره د بیلابیلو لارو چارو څخه کار اخلي. د بیلګې په ډول هغوی په امریکایي ډالرو پلورل کیدونکې شتمنۍ رانیسي تر څو د چینایي ین ارزښت د ډالر په وړاندې لوړ نشي.
اقتصادي هوساینه او ځوړتیا: د اقتصادي رکود پر وخت د نورو اقتصادي نابرابریو تر څنګ د کورنیو پیسو د تبادلې نرخ هم رالویږي. په هغه هیوادونو کې چې سودي نظام لري د اقتصادي ځوړتیا پر مهال د سود نرخ رالویږي او لکه مخکې مو چې ورته اشاره وکړه دا چاره د پیسو د تبادلې په نرخ هم اغېز لري. د اقتصادي هوساینې پر مهال چې کله د یو هیواد د اقتصادي جریان ټول اړخونه غښتلي کیږي نو د تبادلې په نرخ یې هم اغېز پریوزي.
دولتي پورونه: دولتي پورونه هم د تبادلې په نرخ اغېز لري. کله چې دولت پور اخلي او بیا یې په ورکړه کې بې وسه کیږي نو په دې صورت کې پانګوال خپلې ارزښتناکه پاڼې پلوري چې دا چاره د کورنیو پیسو د تبادلې د نرخ د لویدو لامل کیږي.
دا لیکنه په همیانۍ ورځپاڼه کې خپره شوې ده.