د ارواښاد امان الله کاسي د مړينې په مناسبت، په کويټه کې د افغان کونسلګرۍ د ډاډ ګيرنې پيغام

 
په کویټه کې ميشت د افغانستان اسلامی جمهوریت جنرال قونسلګری د افغانستان د ټولو خلکو، د افغانستان د جمهور ریس، جلالتمآب حامد کرزی، د سرحداتو او قبایلو چارو وزارت وزیر، جلالتماب اکرم خپلواک، په اسلام اباد کی میشت د افغانستان لوی سفارت ښاغلی سفیر او د افغانستان څخه د مرحوم ملک امان الله کاسي د جنازی سره راغلی هیت هر یو:
 
محمد یعقوب احمدزی، د سرحداتو او قبایلو چارو محترم معین
عبدالغفور لیوال، د ستراتژیکو مطالعاتو محترم ریس
ډاکټر خوشال روهي، د سرحداتو او قبایلو چارو محترم مشاور
 
خپل د ډاډ ګیرنې او خواخوږی مراتب او تسلیت د مرحوم ملک امان الله کاسي ته د ورپیښی ناروغی له کبله د مرحوم کورنی، د کاسی قبیلی مشرانو او اقراباو ته وړاندي کوي.
 
د افغانستان اسلامی جمهوریت جمهور ریس، جلالتماب حامد کرزی د هدایت سره سم د مرحوم ملک امان الله کاسي جنازه د یوڅ‎ځانګړي الوتکه په ذریعه، چې په کابل کې د مرحوم جنازه د افغانستان د کابیني  د وزیرانو، یو شمیر مخورو مشرانو، له خوا د کابل د نړیوال هوایې ډګر پورې بدرګه کړله، او بیا د جلالتماب جمهور ریس د هدایت سره سم د پورتني مل هییت چې مشری يې د سرحداتو اوقبایلو  چارو وزارت معین محترم یعقوب احمدزی کوله، کویټه ته انتقال کړای شوه.، چې په کویټه کې میشت د افغانستان جنرال قونسلګري جنرال قونسل ښاغلی وحیدالله مومند، د قونسلګری ډیپلوماتانو، په کویټه کی میشت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نمایندګي سرپرست، ښاغلی محمد انور خان کاکړ، په کویټه کې میشت د افغان کډوالو استازو، علماوو، روحانیونو او دده د کورنی او د کاسي قبیلې غړو له خوا ترکوره د مرحوم جنازه بدرګه کړای شوه.
مرحوم ملک امان الله کاسي چې پرون پنج شنبه نیټه ۲۰ د سنبلی په کابل کې له دغه فاني نړی سترګې پټې کړي، د پښتون قوم یوه لویه ضایع ده او د قومونو د یووالی او اتحاد لپاره به دده هلی څلی هیڅ کله هیرې نه کړاي شی.


د افغانستان اسلامی جمهوریت جنرال قونسلګری یو څل بیا د مرحوم کورنی او دده خپلوانو ته د زړه له کومې د خواخوږي مراتب او تسلیت وړاندي کوي. د مرحوم دی روح ښاد او سوکاله وي.