
بس له ستورو سره مل وي ستا خالونه
کله ودریږی او کله په مزل وي ستا خالونه
په یو رپ کې پناه کیږی له کاروانه د زلمیو
له کیږدیو را الوتی په یو چل وی ستا خالونه
د اوښانو لیکې سمې شوې روانې
بس په توره شپه کې ځل وي ستا خالونه
هیریدل دې راته ګران دي مسافرې
راته ناست د زړه په تل وي ستا خالونه
ټوله شپه مې تخڼوی د زړه تارونه
بس دنیمې شپې غزل وی ستا خالونه
نایاب
//////////////////////////////////////////////////////
غزل
داسې ژوبل داسې ړنګ یمه بس ښه یم
سوی سکور لکه پتنګ یمه بس ښه یم
د افغان خواره جونګړه یمه ځکه
داسې پروت پاس په ګړنګ یمه بس ښه یم
چې مې واړه لیونې زامن راوړي
ستړې پلار د هر اورنګ یمه بس ښه یم
چې پخپله ننګ غیرت پکی هیڅ نه وي
اوس له خپل ژونده په تنګ یمه بس ښه یم
د بدن وینه یوه ده فرق پکې نشته
له خپل ورور سره په جنګ یمه بس ښه یم
ما پخپله په ځان کړي څوګ ګرم ندي
چې له خپلو نه په څنګ یمه بس ښه یم