د عطامحمدنورد څرګندونوپه تړاو: ګوډاګیه!

 
 
 
خرڅ کړی دی په نورو خپل ضمیردی ګوډاګیه
ھرکاردې د پردیو په تدبیر دی ګوډاګیه
 
ھرڅه دی د پردیوپه فرمان کوې، غلام یې
په غاړه کی دې پروت د بل ځنځیردی ګوډاګیه
 
داڅولسیزی کیږي وطن ستا په اورکی سوځي
په جنګ کی ستا د لاسه ټول راګیردی ګوډاګیه
 
ځوانان مود قلم په ځای توپک ته ھوسیږي
داټول ستا د راوړي جنګ تاثیردی ګوډاګیه
 
خوښۍ دې رانه یوړې، د غمونوقاصد جوړیې
راوړی دې وطن ته ھروخت ویردی ګوډاګیه
 
اوس ستا په شیطانت، شیطانه ھرافغان خبردی
په تا باندی یې نوم ایښی " شریر" دی ګوډاګیه
 
په ضد دې ولسونه ټول قیام ته پورته شوي
پوه شوی ټول ملت ستا په تزویر دی ګوډاګیه
 
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۱۱/۰۹/۲۰۱۴