څېړونکو تر ډېرو پلټنو وروسته بالاخره د نړۍ د ډېر ښايسته موميايي ( روزالينا لومباردوس) د تازګۍ راز بيا موند. د جرمني د ( شپيګل) مجله خبر ورکوي ،چې ايتاليايي او امريکايي څېړونکي په دې بريالي شوي ، چې د نړۍ تر ټولو ښايسته موميايي ، چې د يوې درې کلنې ماشومې مړی دی او 90 کاله پخوا په پالرېمو کې مړه شوې وه ، د ښايست او تازګۍ راز بيا مومي. د دوی د موندنو پر بنسټ د دغې ماشومې په موميايي کولو کې له ګلېسرين، فورمالين ، د سيمابو سلفات، کلورايد ، الکول او د ساليسلاتو اسېد کارول شوي دي. د دغه توکو پاتې شوني د ( آلفردو سالفيا) په لابراتوار کې ، چې روزا لينا يې موميايې کړې وه ، موندل شوي . روزالينا لومباردوس د سيسل د جزيرې د يوه جنرال ( ماريو لومباردو) لور وه ، چې د انفلونزا له امله مړه شوې وه او پلار يې نه غوښتل د هغې له ليدو څخه بې برخې شي ، نو له همدې امله يې له سالفيا څخه غوښتنه وکړه ، چې د ده لور موميايي کړي. د نوموړې ماشومې موميايي د کاپوچينو په صومعه کې ساتل کيږي.
وروستي