
پوهېږو چې کرنه د اقتصاد د مهمو سکتورونو څخه یو سکتور دی. نوموړی سکتور وګړو ته د غذا برابرولو تر څنګ د صنعت لپاره خام مواد هم برابروي ځکه خو د کرنې له پرمختګ او غښتلتیا پرته یو هېواد نه شي صنعتي کېدلای او که صنعتي هم شي نو صنعت به یې د نورو هېوادنو په خامو موادو متکي وي. همدا لامل دی چې کرنیز سکتور پرمختګ د یو هېواد د اقتصادي پرمختګ د مهمو لاملونو څخه شمېرل کیږي. دلته موږ د کرنیز سکتور په اهمیت نورې خبرې نه کوو بلکې د نوموړي سکتور ځینې هغه ستونزې را برسېره کوو چې په ډېری مواردو کې د نوموړي سکتور پر وړاندې د خنډ د رامنځته کېدو لامل کیږي.
کرنه د هغه تولیدي سکتورونو څخه ده چې ډېری وخت د ځان سره د بازار د ناکامۍ په څېر ډېرې ستونزې لري. په پرمختللې هیوادونو کې کرنیز سکتور یوازینی سکتور دی چې پر ستونزو د بریا په موخه ورته ډېرې بلاعوضه مرستې یا سبسایډي ګانې ورکول کیږي. مخ پر ودې هېوادونه هم کله چې د اقتصادي پرمختګ بهیر ته داخلیږي باید په کرنیز سکتور لویه پانګونه وکړي. دلته په لنډ ډول د کرنیز سکتور د ځینو ستونزو څخه یادونه کوو.
بې ثباته قیمتونه: په کرنیز سکتور کې د نورو سکتورونو په پرتله قیمتونه ډېر بې ثباته وي ځکه د نوموړي سکتور لنډ مهالې عرضه د بیو په وړاندې ارتجاعیت نه لري یعنې د خرابېدو له ویرې باید لاسته راغلي کرنیز محصولات په خپل ټاکلي وخت بازار ته وړاندې شي که څه هم قیمتونه یې د عرضه کوونکو لپاره ګټور نه وي. همدارنګه موسمي او طبیعي آفتونه هم د کرنیزو محصولاتو عرضې ته ستر زیانونه اړوي چې له امله یې بزګران له تاوان سره مخ کیږي. په کرنیز سکتور کې د بیو د ټیټوالي له امله بزګران کرار کرار نوموړی سکتور پریږدي او نورو کاروبارونو ته لاس اچوي چې دا چاره یو ځل بیا د تقاضا پر وړاندې د عرضې د کموالی له امله د قیمتونو لوړېدلو ته لار هواروي خو نوموړي سکتور ته د نوو بزګرانو په راتګ او د عرضې په زیاتوالي قیمتونه یو ځل بیا زاړه حالت ته ستنیږي.
کم عاید: کله چې اقتصاد عنعنوي بڼه ولري او ډېره اتکا یې په کرنه وي نو په داسې حالت کې طبیعي ده چې د بزګرانو عاید به زیات وي خو کله چې د کرنیز سکتور څخه نور سکتورونه لکه صنعت، ترانسپورت او نور غښتلي وي نو بزګران د یو هېواد په اقتصادي پرمختګ کې دومره ونډه نه لري لکه نوموړي یاد سکتورونه یې چې لري ځکه خو په داسې حالاتو کې د بزګرانو او د کرنیز سکتور عاید تر نورو کم وي. د عاید په زیاتېدو سره وګړي په غذایي موادو چې د کرنیز سکتور محصول دی ډېر کم عاید لګوي او د خپل عاید ډېره برخه په صنعتي تولیداتو مصرفوي. همدارنګه ګورو چې په نړیواله کچه د ټیکنالوجیکي پرمختګ له امله د کرنیزو محصولاتو تقاضا تر ډېره بریده کمه شوې ده.
د چاپېریال زیانونه: نن سبا د ډېر حاصل د لاس ته راوړلو په موخه په کرنیز سکتور کې د پرمختللې ټیکنالوژۍ او ماشینونو څخه کار اخیستل کیږي. د دې تر څنګ په کرنیز سکتور کې کله چې سیالي رامنځته کیږي نو عرضه کوونکي د بیلابیلو کیمیاوي توکو څخه کار اخلي تر څو د خپلو محصولاتو کچه لوړه کړي چې دا چاره چاپېریال ته زیان اړوونکي ده. همدارنګه د کرهڼې په پراختیا سره ډیرې ځنګلونه له مینځه ځي او ونې له دې کبله وهل کیږي تر څو ځمکه یې کرنې ته اماده شي. له همدې امله ځمکه د سېلابونو او نورو طبعي آفتونو په وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي.
دولت باید د کرنیز سکتور او بزګرانو د خوندیتوب په موخه څه وکړي؟ د دې پوښتنې د ځواب په موخه د دولت ځینو هغه فعالیتونو ته اشاره کوو چې په وسیله بزګران له تاوان څخه ساتل کیږي او ګټې یې تر یو بریده خوندي کیږي.
دولت باید د بزګرانو د خوندیتوب په موخه د هغوی د محصولاتو لپاره حد اقل بیه وټاکي، په دې مانا چې لګښت کوونکي باید د هغوی د محصولاتو د پېریدلو لپاره دغه حد اقل بیه تادیه کړي. د حد اقل بیې ټاکل یوه ستونزه لري او هغه دا چې په دې صورت کې به بزګران د ډېرې ګټې د لاسته راوړلو په موخه د خپلو محصولاتو عرضه زیاته کړي. کله چې د نوموړې اضافي عرضې په وړاندې تقاضا شتون و نه لري نو طبعي ده چې ډیری کرنیز توکي به ضایع او له مینځه ولاړ شي.
د دې تر څنګ د بزګرانو د لومړني عاید د خوندیتوب په موخه دولت باید له هغوی سره بلا عوضه مرستې وکړي او د مشابه یا ورته کرنیزو توکو په وارداتو یې تعرفې لوړې کړي. که پرمختللي هیوادونه د کرنیزو محصولاتو په وارداتو تعرفې لوړوي نو مخ پر ودې هیوادونو ته یې ستر زیان رسیږي ځکه د نوموړ هیوادونو د صادراتو لویه برخه خام مواد دي چې د کرنې په سکتور پورې اړه لري.