په اداره کې څنګه اړیکي وپالئ؟!!

 
هرڅوک باید وپوهیږي، چې له نورو کسانو سره څنګه اړیکي وساتي.
له نورو سره د اړیکو په برخه کې له مهارتونو محروميت د نهیلۍ سبب ګرځي.  بریالي کسان په دې ښه پوهیږي، چې په اوسمهالې نړۍ کې له نورو سره کار کول ارتباطي مهارتونو ته اړتیا لري. یو ټولنپوه وايي: « له خلکو سره د مخ کېدو پر وخت دا په یاد لرئ، چې له منطقي مخلوق سره مخ نه یئ. له داسې موجوداتو سره مخ یئ، چې له غرور، خودبیني، تعصب او ...ډک دي».
په اړیکو کې صمیمت خورا مهم دی.
په کارځي کې، چې له چاسره کار کوئ، په خپلو نومونو ور غږ کړئ.
دا چاره نوموړی په دې قانع کوي، چې دده په خپل نامه پیغام ور استوئ. هغوی داسې فکر کوي، چې تاسې اهمیت او ارزښت ور کوئ. جملې د هغوی له نومونو سره یوځای کړئ او وپوښتئ، چې « عبدالله، نن ښه یې؟».
څومره، چې ممکن وي، پر خپلو تېروتنو اعتراف کوئ. په اعترافونو تاسې نه خپل شخصیت له لاسه ور کوئ او نه مو اعتماد او باور زیانمنېږي. داسې هم په کار نه ده، چې په ناسته کې لس او شل ځله بښنه وغواړئ، چې دا تېروتنې مې وکړې. همدومره کفایت کوي، چې ووايئ « غلطي رانه وشوه، زما هم ورته پام دی!، یا کوښښ کوم تکرار نه شي!».
په موږ کې یو شمېر داسې کسان شته، چې عقل کل ګڼل کیږي. دا ډول کسان فکر کوي، چې هېڅوک هم د دوی په څېر سم کار نه شي کولای. له ځان نه عقل کل مه جوړوئ. د نورو پر وړتیاوو باور وکړئ او دا ومنئ، چې په اداره او شرکت کې نور کسان هم شته، چې ستاسې په څېر فکر او کار کولای شي.
څومره، چې په کارځي کې د نورو کسانو اخلاق، کردار او کړه وړه درک کوئ، هومره د اړیکو په ټینګښت او ښه ارتباطي چاپیریال کې مرستندوی تمامیږي.
د نورو کسانو تعریف او تمجید وکړئ. په دې توګه هغوی پوهیږي، چې تاسې یې چارې څارئ.
عبدالمجیده، نن مو ناسته ډېره ښه اداره کړه، بالخصوص، چې ټول له اصلي موضوع نه پر بله لاړل!!
ددې ترڅنګ د اړتیا پر وخت نیوکې هم وکړئ او یوه رغوونکې مشوره ورکړئ.
هېڅ وخت داسې څه مه وايئ، چې نه یې شئ کولای. یا یو څه مو نیت نه وي، یا نه غواړئ ترسره یې کړئ، خو مقابل اړخ ته وایئ، چې دا چاره زه کوم. ستاسې چلند له وینا او خبرو سره مستقیم تړاو لري. که په خپله ژمنه او خبره عمل ونه کړئ، په سترو کارونو کې به پر تاسې باور ونه شي.
کله کله له نورو سره هم په چارو کې مرسته کوئ. دې ته منتظر کیږئ، چې مرسته درنه وغواړي، خپله په کې ور مخکې شئ. ورته ووایئ، چې « مرستې ته خو به اړتیا نه لرئ؟!»، « زه به درسره مرسته وکړم!!». دا چاسره په کارکوونکو کې کاري روحیه او مثبت کاري چاپیریال رامنځته کوي.
که کوم ملګری مو تېروتنه کوي، یا یوڅه ترې غلطیږي، مه پورې خاندئ. د چا په کار پورې خندل د هغه د شخصیت او کاري حیثیت ترټل او تحقیرول دي. ممکن ډېر ځله ستاسې د خندا هدف منفي نه وي، خو مقابل اړخ او نورو خلکو ته ستاسې خندا منفي پیغام لیږدوي. د تیروتنې په وخت کې له هغوی سره مرسته وکړئ، ډاډ ور کړئ، چې «دا تیروتنه خو له ډیرو تکړه کسانو هم کیږي»،  «هیڅ خبره نه ده، انسان دی، تیروځي»،  « انسان خو څه پیغمبر نه دی، چې تیروتنې به ترې نه کیږي»!! ( ژباړه)
دغه ليکنه په «همیانۍ» ورځپاڼه کې هم خپره شوې.