د رقیب کبر  

 
نه د چا خبره ، نه دلیل مني
نه یی ارزونه ، نه تحلیل مني
 
خپل سرړنګ وھي، د ھیچانه اوري
نه پکی زیاتوالی ، نه تقلیل مني
 
ارګ ته یی د تلو فیصله کړیده
نه پکی تاخیر اونه تاجیل مني
 
اوس نو رقیب دومره کبرجن شولو
دلته نه قانون ، نه یی بدیل مني
 
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۱۱/۰۷/۲۰۱۴