
تیره اونۍ مو د فزیکي فعالیت په باب مفصل معلومات وړاندې کړل. دا ځل یې لنډیز وړاندې کوو. هغه دوستان چې زیات وخت نلري، لنډیز په دوه دقیقو کې لوستلی شي. ان شا الله ګټور به وي. ابراهیم شینواری |
1) هغه فزیکي فعالیت وکړئ چئ خوښ مو وي
2) کار مو په منظم ډول تر سره کړئ
3) له یو ملګري سره یو ځای تمرین وکړئ
4) تمرین مو چټک کړئ
5) کله کله خپله غدا د کار ځای ته په تلو تلو کې وخورئ
6) یوه وسیله استعمال کړئ چېفزیکي فعالیت مو وتلي لکه پیډومتر
7) که کور مو په لوړو منزلونو کې وي، د لفت پر ځای په زینو وخیژئ
8) تلویزیون، کمپیوټر او سمارټ فون غلی کړئ (بې ضرورته یې مه کاروئ)
9) یو څو اضافي ګامه مزل وکړئ
10)که په بس کې ځئ، تر ټولو لیرې پارکنګ انتخاب کړئ چې تر هغه ځایه پلی لاړ شئ
11)فزیکي فعالیت خپل خاص عادت کړئ
12)فزیکي فعالیت ته د تفریح په سترګه وګورئ خو کافي اندازه فعالیت وکړئ
13)فزیکي فعالیت خپل یو ټولنیز مسئولیت وګڼئ
14)د فزیکي فعالیت کلب یا ټولګي کې ځان داخل کړئ
15)ضرور فزیکي فعالیت ته وخت ورکړئ
16)د تمرین یو یاددښت پاڼه وساتئ او وګورئ چې هره اونۍ مو په کافي اندازه او کافي ورځو کې فعالیت کړی دی که نه؟
17)په ښار کې د پیغامونو د رسولو لپاره پیاده لاړ شئ یا په بایسکل ولاړ شئ
18)د خپل عمر او وزن سره د مناسب تمرین د ټاکلو لپاره له متخصص څخه مشوره واخلئ
19)په ورځیني پلان کې ضرور تمرین شامل کړئ
20)په فزیکي فعالیت کې د تداوم په خاطر په خاطر ځان ته جایزه ورکړئ.