نصاری ولي بې لاري شول؟

 
 بسم الله الرحمن الرحيم
 
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبي بعده امابعد:
نصاری له دې امله گمراه اوبې لاري شول چي دوی په دين کي غلواوزياتي وکړه.
دوی دحضرت عيسی عليه السلام په هکله له غلواوزياتوالي کارواخيست اوهغه يې ترخپلي هغي مرتبې چي الله پاک ورکړې وه،پورته کړ.تردې چي هغه ته يې خدای اودخدای زوی وويل
په حديث شريف کي راغلي دي:(( إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ فَإِنَّمَا أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ(رواه النسائي)
يعني په دين کي له زياتي کولوځان ساتئ ځکه چي ترتاسومخکيني امتونه په دين کي غلواوزياتي کولو امله تباه کړل!!
په دين کي دغلواوزياتي کولوله امله يهوداونصاری گمراه شوي وو،نوله دې امله نبي عليه السلام خپل امت له دې ناوړه کارڅخه منع کړی دی
الله-جل جلاله-په قرآن کي نصرانيانوته بلنه ورکړې څوله هغه کاره لاس واخلي دکوم له امله چي دوی بې لاري شوي دي الله سبحانه وتعالی فرمايلي دي:
يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لَا تَغْلُوا فِي دِينِكُمْ وَلَا تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ إِنَّمَا الْمَسِيحُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ رَسُولُ اللَّهِ وَكَلِمَتُهُ أَلْقَاهَا إِلَى مَرْيَمَ وَرُوحٌ مِنْهُ فَآَمِنُوا بِاللَّهِ وَرُسُلِهِ وَلَا تَقُولُوا ثَلَاثَةٌ انْتَهُوا خَيْرًا لَكُمْ إِنَّمَا اللَّهُ إِلَهٌ وَاحِدٌ سُبْحَانَهُ أَنْ يَكُونَ لَهُ وَلَدٌ لَهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا (171) لَنْ يَسْتَنْكِفَ الْمَسِيحُ أَنْ يَكُونَ عَبْدًا لِلَّهِ وَلَا الْمَلَائِكَةُ الْمُقَرَّبُونَ وَمَنْ يَسْتَنْكِفْ عَنْ عِبَادَتِهِ وَيَسْتَكْبِرْ فَسَيَحْشُرُهُمْ إِلَيْهِ جَمِيعًا (النساء:172)
ژباړه:اې اهل کتابو!په خپل دين کي موبې اندازې تېری مه کوئ!اوپرالله تعالی له حقه پرته بل څه مه واياست!خبره داده چي مسيح عيسی دمريمي زوی دالله رسول اوهغه فرمان ووچي مريمي ته يې ولېږی اودالله پاک له لوري يوروح وو نوپرالله اورسولانويې ايمان راوړئ!اومه وايئ چي(خدايان)درې دي،ډډه وکړئ همدادرته غوره ده،په حقيقت کي الله يوازينی خدای دی،هغه له دې پاک دی چي څوک دهغه زوی وي،داسمانونواوزمکي هرڅه خويوازي دهغه دي،اوالله  ساتونکی،څارونکی بس دی..نه هيڅکله مسيح له دې څخه شرم کوي چي دالله تعالی يوبنده واوسي اونه مقربي ملائکي،اوهرڅوک چي دالله تعالی له عبادته شرم اولويي وکړي نوډېرژربه  دوی ټول خپلي خواته ا لله راغونډکړي!!
په دې آيت مبارک کي عيسايانوته خطاب شوی دی اوددوی دناوړوعقيدو،دالله پاک اودحضرت عيسی عليه السلام په هکله دباطلوخيالاتوردشوی اودوی ته دنېغي لاري په لورديون کولوبلنه ورکول شوې ده.
اهل کتابودحضرت عيسی عليه السلام په هکله له افراط اوتفريط څخه کاراخيستی.
نصاراووافراط(تراندازې زياتوالی)کاوو،تردې چي هغه يې ترهغي درجې پورته کړ،کومه  چي الله پاک ورکړې وه.
هغه دالله پاک له لوري ورکول شوې درجه دنبوت اوپيغمبرۍ وه خو
دوی تردې مقام پورته کړاودخدايي مرتبه يې ورکړه اوپه پايله کي يې  دده عبادت  شروع کړ.
همدارازالله جل جلاله فرمايي:((قُلْْ يَا أَهْلَ الْكِتَابِ لاَ تَغْلُواْ فِي دِينِكُمْ غَيْرَ الْحَقِّ وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ وَأَضَلُّواْ كَثِيراً وَضَلُّواْ عَن سَوَاء السَّبِيلِ(المائدة:۷۷)
ژباړه:(اې پيغمبره!-صلی الله عليه وسلم)ورته ووايه!اې کتاب والاوو!په دين کي موتراندازې زيات ناحقه تېری مه کوئ اودهغوخلگوپه هوسونوپسي مه ځئ چي لاړومبی هم خپله بې لاري شوي دي اوهم يې نورډېربې لاري کړي دي او له سمي نېغي لاري بل خوا اوښتي دي!!
علامه ابن کثير-رحمه الله-ددې آيت په تفسيرکي ليکي: يعني ترټاکلې اندازې دحق په پلوۍ کي مه تېرېرېږئ!اوهغه څوک چي تاسويې په تعظيم امرشوي ياست تر(خپلي مرتبې)مه پورته کوئ!نوچي تاسويې په هکله مبالغه وکړئ اوتردې چي دنبوت تراندازې يې دخدايي مقام ته ور وباسئ!څرنگه چي تاسودمسيح(عليه السلام)په هکله وکړل،په داسي حال کي چي هغه دپيغمبرانوله ډلي يوپيغمبردی نوتاسوله الله پرته خدای وگرزوئ!اوداکارمودگمراهۍ دمشرانوداقتداءپرته دبل څه له امله نه دی کړی(يعني دليل نه ورباندي لرئ!)،هغه څوک چي ستاسوپخواني(مشران دي)دهغه چاله ټولۍ نه دي چي پخوابې لاري شوي وو!!(تفسيرابن کثيرص:۵۸۴ج:۲)
همدارازنه يوازي داچي دعيسی عليه السلام په هکله يې داسي زياتوالی وکړ بلکي دهغه دتابعداروپه هکله يې همدغه کاروکړ،تردې چي هغوی يې هم ترخپلي مرتبې پورته کړل،هغوی يې معصوم اوله گناه پاک وگڼل اودهغوی حق اوناحق ټولي خبري يې ومنلې له دې امله الله پاک فرمايلي د ي:  اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ [التوبة: 31].
(خپل عالمان اوپيران يې ځان ته له الله پرته خدايان نيولي او(همداراز)دمريمي زوی مسيح(يې هم په خدايي نيولی دی)اوحال داچي دوی ديوه خدای له عبادته پرته په بل څه نه ووگمارل شوي،له هغه پرته څوک خدای نشته،له هغه څه پاک دی چي دوی يې ورسره شريکوي!!)
دغلولفظي معنی تر اندازې دتېرېدلوده اوامام جصاص په احکام القرآن کي فرمايلي دي:اَلغُلوُفِي الدِينِ هُوَمُجَاوَزَةُ حَدِالحَقِ فِيهِ!!
يعني ددين په هکله غلوداده چي په دين کي دکوم شي کومه اندازه مقرره شوې وي ترهغه مخته تېرېدل!!
 
داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم په خپلومبارکوويناوواوکاروسره دعباداتو،معاملاتواودژوندانه دټولوکارولپاره داعتدال حدودټاکلي دي.
ترهغوشاته پاته کېدل تفريط(کوتاهي)اومخته تېرېدل افراط اوگناه ده
له دې امله يې په دين کي دبدعت کولوپه کلکه غندنه کړې ده داځکه چي بدعت په دين کي زياتوالی راوستل دي.
دغلواوافراط له امله ديهودواونصاراووگمراه کېدنه په وجودکي راغلې وه نوله دې امله دالله پاک پيغمبر-صلی الله عليه وسلم-خپل امت ته په دې هکله دپوره احتياط لارښوونه کړې ده:
عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ سَمِعَ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ عَلَى الْمِنْبَرِ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُول :
لا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتْ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدًُ فَقُولُوا عَبْدُ اللَّهِ وَرَسُولُهُ (رواه البخاري)
له حضرت ابن  عباس-رضی الله عنه-روايت دی چي له حضرت عمر-رضی الله عنه-يې په داسي حال کي واورېدل چي پرمنبريې ويل:ماله نبي-صلی الله عليه وسلم-څخه اورېدلي چي ويل يې:زماپه ستاينه کي داسي مبالغه مه کوئ څنگه چي نصاراوودمريمي دزوی(عيسی عليه السلام)په هکله وکړه،يقينًازه بنده يم،نوتاسوماته دالله بنده اورسول وواياست!!
يعني زماترټولولويه مرتبه داده چي زه دالله پيغمبريم،تردې زياتول چي دالله په صفاتوکي شرېکول غلوده،تاسوبايدله دغسي غلوڅخه چي نصرانيان پکي مبتلااوله امله يې بې لاري شوي وو،په کلکه ځان وژغورئ!
معلومه شوه چي نصرانيان دغلواوزياتوالي له امله بې لاري شول.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام