غزل


لیونتوب تور ماښام وو خوته نه وې
د جنون یاد دې مدام وو خوته نه وې

د درد آه مې ستا تر زلفو لاندې پټ شو
ستا د غم چې په ماپام وو خو ته نه وې

د تهجد پرځای مې ټوله شپه کړې یاده
چې مې څکلی د غم جام وو خوته نه وې

راشه کډه کړه غمونه له کیږدیو
انتظارمې چې په بام وو خوته نه وې

راشه کینو سره وسپړو خپل زړونه
چې دې یاد بس ګام په ګام خوته نه وې

نایاب
۲/۹/۲۰۱۴