
خبره تېره شوه له مينې اوس پښتو ته راغله
څنګ د رقيب کښې چې هغه زما ليدو ته راغله
د عشق کيسه مې هم اوږده او هم،ستونځمنه شوله
د يار د زلفو د زنځير نه زولنو ته راغله
ښاېي چې ،نيت ېې د توبې دی چې، غوښتنه ېې ،اوس
له خم را کمه شوه، کوزې او بيا، پيالو ته راغله
ما به منلي وی يا، تا ، د دريم څه حاجت وو
وړه خبره وه، اشنا! څه له جرګو ته راغله
غرۀ ته ختل غواړي،که ځان ترېنه ساتل غواړي،څوک
بلا راکوزه شوه ، له غرۀ، د ښار کوڅو ته راغله
اوس به ( مئين ) وي او،زاهد او، د توبو غوښتنې
کيسه د پټې او خلوت ېې چې، حجرو ته راغله
پېښور ٠١/٠٩/٢٠١٤