زرين انځور له نوي کتاب سره

 
پښتو معاصر داستاني ادبيات ( تاریخي-انتقادي کتنه ) دهغه ۵۵۲ مخيز کتاب  نوم دی چې تازه د افغانستان دکلتوري ودې ټولنې ( جرمني) له خوا په غوره بڼه او سکښت  په کابل کې د۱۰۰۰ ټوکو په شمېر خپور شوی دی. دا کتاب د افغانستان د وتلي کيسه لیکوال او کره کتونکي  ښاغلي زرين انځور په قلم کښل شوی دی. په کتاب کې له سريزې پرته يويشت څېړنيزې مقالې او درې تاريخي کيسې راټولې شوې دي.
 د ښاغلي انځور دمقالو دغه ټولګه به د پښتو داستاني ادبياتو د بشپړ تاريخ د نه شتون تشه تر يوه بريده  ورډکه کړي. دمقالو دغه ټولګه ( په پښتو ژبه کې لومړنی ژباړل شوی ناول  کوم يو دی؟) له سرليکه پیل کېږي او تر مل يا ضميمې وروسته پر دريو پښتو تاريخي کيسو (شليدلې پڼه)، (کونډه جينۍ) او ( توريالۍ پښتنه ) باندې پای ته رسېږي. د پښتو کیسه لوستونکو او ليکوالو سره هر مهال داسې پوښتنې وي چې د پښتو لومړنی کیسه ليکوال څوک دی؟ او لومړنۍ بشپړه کيسه کومه يوه ده؟
 د کتاب ليکوال هڅه کړې چې دا او دې ته ورته پوښتنو ته د څيړنيزو مقالو پر بنسټ ځواب ووايي. لکه څنګه چې دپښتو زياتره پیاوړي کيسه ليکوال دا مهال په نړۍ کې نشته نو ددې کتاب د کره کتنې ژبه  هم تر ډېره بريده عاطفي ده. په پای کې ښاغلي انځور ته د کتاب  د خپرېدو مبارکي وایم او تاسو ته يي د موندلو اولوستلوهيله څرګندوم.