د ارواښاد پيلوټ ظاهر شاه امين جنازه سبا سهار کابل ته رسېږي.

 
د غازي محمد امين خان زوی، د پوهاند رسول امين، احمدشاه امين او ممتاز امين ورور ارواښادپيلوټ ظاهر شاه امين جنازه، چې د جرمني د مونشن ګلادباخ ښار کې اخستل شوې، د اگست پر ٢٧مه سهار ۹:۳۰ بجې د کابل هوايي ډګر ته رسېږي، چې هلته به تر مراسمو وروسته د کونړ ولايت ته وړل کيږي او په خپله پلرنۍ هديره کې به خاورو ته وسپارل شي.
د فاتحې په هکله مالومات به وروسته له دوستانو سره شريک شي.