کپسول ډوله کامره

                                                                                                       
 د « ډایلي مایل » ورځپاڼه خبر ورکوي چې بریتانیوي پوهانو یوه داسې کامره جوړه کړې چې د یوه کپسول په اندازه کوچنې ده او په ثانیه کې ۱۸ کادره عکاسي کولی شي.دا ډول کامره د
« پیل کام» یعنې کپسول ډوله کامرې په نوم یادیږي. 
 
نوموړې کامره د کپسول په توګه د خولې له لورې آچول کیږي، د خوړو په څېر له ستوني او همدارنګه له هاضمې جهاز څخه تیریږي او د حرکت په وخت کې ویډیویي تصویرونه بې له کوم لین یا مزی څخه په اتوماتیکه توګه خپروي او د یوې بلې آلې پذریعه ټایپ یا ثبتېــږي.
 
پدې توګه ډاکتران کولی شي چې د ناروغ د هاضمې جهاز په اسانې سره وګوري بې لدې چې کامره ور د ننه کړي او یا هم ناروغ آپریشن یا عملیات کړي. په یو څو ساعتونو کې ډاکتران کولی شي تشخیص کړي چې ناروغ په نریو کولمو کې د کرون ناروغي او یا هم داسې نور امراض لکه
 gluten enteropathy لري او که نه؟
هره کپسول ډوله کامره فقط یو ځل د کارولو وړ دی او بس. دا ډول معاینات چې د کپسولي ایندوسکوپي په نوم یادیږي بیه یې ۵۰۰ بریتانیوي پونډه دی.
دا رنګه معاینات همدا اوس په یو څو بریتانیایي روغتونونو کې تر سره کیږي. لکه د بولټن  او همدارنګه د  پوړت شالب روغتونونه او داسې نور.