غزل

 
ته مې هم وژنې دی مې هم وژني
هغه مې وژني مامې خپل ورور برابر وژني
دلته د ورور په مری راکاږی چړې د پردو
هم مې لر وژني هم مې بر وژني
حالاتو داسی بند په بند غوڅ کړمه
پردی مې وژني اوس مې خپل د زړګی سر وژني
داسی توکړه توکړه په لارکې پروت یم
لکه جلاد مې خپل دلبر وژنې
د روح خیرات راکړه یوڅو شپې ګرانې
دا کج باڼه دې لکه غشی د نظر وژني
راشه یو شپه په ویښه تیره کړو سهاره پورې
دا دبیلتون توره تیاره مې په سحر وژني

نایاب