ښځې ولې دسړیو په پرتله ډېرې ژاړي ؟

په المان کې   Ludwig-Maximilian پوهنتون پوهان وايي : ښځې دسړیو په پرتله څلور یا پنځه ځلې زیاتې ژاړي .اوس جوته شوې ده،چې ښځې په کال کې د64-30 ځلونو ترمنځ او سړي بیا د 17-6 ځلونو ترمنځ ژاړي .
په المان کې دسترګو د درملنۍ ټولنه وايي : سړي په مختلفو وختونو او ځانګړو مناسبتونو کې ژاړي ، ښځې دشپږو دقیقو او سړي څلورو دقیقو لپاره ژاړي .
ښځې ډیری وخت دستونزې او یا دځینو پېښو دیادښت پر مهال ژاړي ، خو سړي هغه مهال خپلې اوښکې تویوي،چې کله له خپلو مېرمنو جلا کیږي ، د زړه سوی او یا دکوم خپلوان د مړینې پرمهال هم سړي ژاړي .
ددې ترڅنګ دزیږون ځانګړی هرمون تیسټوسټیرون هم سړي له ژړا منعه کوي ، ځینې بیلوژیکي لاملونه هم دسړی دژړا مخه نیسي دا مهال سړی بیا  دغبرګون په توګه چوپتیا ، غوسه غوره کوي دا هم ددفاع یو ډول دی ،چې سړی له دردونکو احساساتو څخه ژغوري . ددې ترڅنګ سړی دخپل دماغ کیڼ اړخ ،چې دنده یې منطق او تعقل دی کاروي نه احساسات دا ډول چلند کیدای شي په عملي ژوند کې ګټوروي ، خو ښځې له ستونزو سره مخ کوي .