دحاجی محمد آصف ( پاس یوسفی ) دمړینی په مناسبت دخواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی دخواشینی پیغام

 
23-۵-١٣۹۳ کابل افغانستان
 
په خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چی د هیواد نومیالی، سیاسی او ادبی شخصیت حاجی محمد آصف  (پاس یو سفی) دفانی نړی څخه سترګی پټی کړی.
 
انا لله و انا الیه راجعون
 
ارواح ښاد حاجی اغا (پاس یو سفی) د افغانستان په سیاسی ډګر کی د ویښ زلمیانو د نهضت د فعالو مشرانو څخه وو او کلونه کلونه یی په هیواد کی د ولس واکی او مترقی غورځنګ د بریالیتوب د پاره ریښتنی مبارزه کړی او د ملت د خدمت په خاطر یی په مختلفو مقاماتو لکه د بغلان او د غزنی په ولایتو کی د والی په حیث کلونه کلونه په صداقت، ایمانداری او ریښتنوالی خد مت کړی وو. ارواښاد په ادبی ډګرکی د یو ښه او با احساسه شاعر په حیث پیژندل سوی چی اشعار یی د هیواد دننه او د هیواد دباندی په مختلفو مطبو عاتو کی خپاره سوی وه.
دخواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د ارواښاد حاجی محمد آصف (پاس یوسفی) مړینه یوه لویه ملی او فر هنګی ضایعه بولی، دلوی خدای (ج) ددربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس درنی کورنی، دوستانو او خواخوږو ته یی جمیل صبرغواړی.
 
روح دی ښادوی
 
په درنښت
الحاج جنرال غرزی خواخوږی
د ټولني مشر