
ایبولا ناروغۍ (په انگرېزي: Ebola virus) یوه خطرناکه ساري ناروغي ده چی د ایبولا ویروس څخه منځ راځي. د ایبولا ناروغي په لومړي ځل په ۱۹۷۶ کال کې په آفريقا کی په کانگو کې کشف شوه او دغه ناروغۍ تر اوسه پورې یوازې په مرکزي اولویدیځی کی لیدل شوې ده. دغه ناروغي انسانو ته د څاریو لکه بیزو، ښاپېرک او غرڅې سره د نږدې اوسیدو له کبله سرایت پیدا کوی. د انسانانو تر منځ بیا د ایبولا ناروغي د وینې، بدن مایعاتو او ککړ چاپیریال لا لارې خپریږي. د ایبولا ساري ناروغۍ لومړنۍ نښو نښانو کې تبه، سخته کمزوري او د عضلاتو او ستوني درد شاملې دي کله چې ناروغي پرمختللې شي نو نورې جدي ستونزې لکه کانگې، نس ناستی او په ځینو کسانو کې د وینې بهېدل هم لیدل شوي دي.
دا ناروغي د روان کال د فبرورۍ میاشتې په پیل کې په لویدیځه افریقا کې منځ ته راغلې، چې تر اوسه یې څه نا څه ۱۰۰۰ تنه مړه او ۱۷۰۰ تنه نور په نوموړي رنځ اخته دي.
د اګست میاشتې په ۸ نیټه د روغتیا نړېوالې موسسې دا خبره په ډاګه کړه، چې د ایبولا ویروس خپریدل یو نوی نړېوال ګواښ دی.
بيړنی حالت
د نوموړې ناروغۍ د ډیروالي او ژر خپریدو له کبله د لیبریا او سیرالئون هیوادونو بیړنی حالت اعلان کړی دی. د ناروغۍ اپیدیمیا، چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې په لویدیځه افریقا کې پیل شوې ده، تر اوسه یې ۹۶۷ تنه وژلي دي، او ۱۷۰۰ تنو نه زیات په رنځ اخته دي.
د روغتیا نړېواله موسسه په نظر کې لري، چې د ناروغۍ د نه خپریدلو لپاره د هغه هېوادونو سره چې ناوغي په کې شته، په تګ راتګ بندیز ولږوي.
د ناروغۍ پر وړاندې واکسین
تر اوسه د دې ناروغۍ پر وړاندې کومه درملنه او واکسین نشته، خو په دې ورستیو کې د د کاناډا د دملجوړولو Tekmira Pharmaceuticals نومي شرکت، د ناروغۍ پروړاند د واکسین په جوړولو پیل کړی دی، چې په دا لنډ وخت کې به یې په هغه ناروغانو وازمویي چې په دې رنځ اخته دی. پاتې دې نه وي، چې په دې شرکت امریکا غږ کړی، تر څو ډیر ژر اقدام وکړي؛ همدا ډول یې ۱۴۰ میلونه ډالر هم ورکړي دي.
د یادولو وړ ده، که چیرې د ناروغۍ پر وړاندې واکسین او درمل جوړ نه شي ، نو ډیر ژر به د زرهاوو خلکو د مړه کیدو لامل وګرڅي.