مطبوعاتی اعلامیه: دملکي وګړو مرګ ژوبله په کلکو ټکو غندو

 
دلوګر د مدني ټولنو اتحادي د راپور له مخي په تیرو دوه ورځو  کې دلوګرپه څرخ ولسوالۍ کې ۱۶ تنه  بي ګناه ملکیان وژل شوي او ۴۹ تنه  نور ټپیان شوي دي.دلوګر د مدني ټولنو مشر خان ولي احمدزی د څرخ ولسوالۍ له قومی مشرانو سره دلیدلو پرمهال وویل په دی ورستیوکې دلوګر په بیلا بیلو ولسوالیو کې  ناامنی دوه برابره شویده او له دی سره جوخت دملکې وګړو مرګ ژوبله هم  زیاته شویده.
ښاغلي احمدزی په دغه لیدنه کې د شهیدانو کورنیو ته  صبر او دلوګر له والې څخه یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دی ددغو عملیاتو سپيناوي وکړي چې ولی ملکیان وژل شويدي.
دلوګر د مدنی ټولنو مشر په ښکیلو غاړو غږ وکړ چې دملکې وګړو ژوند ته دی خاصه پاملرنه وکړي.
په درنښت
د لوګر د مدني ټولنو اتحادي ویاند