دروسيې د( سوخوـ 35 ) جنګي الوتکې لومړنۍ ازموينه ناکامه شوه


 د روسيې په لرې ختيځ کې د ( کامسامولسک آمور) سيمه کې د (سوخوـ 35 ) په نامه يوه پرمختللې جنګي الوتکه تر الوتنې سمدستي وروسته اورو واخيست او وسوځېده. دا د دغې الوتکې لومړنی امتحاني الوتنه وه.دالوتکې پيلوټ وکولی شول له پراشوټ سره ځان وژغوري. (سوخوـ 35 ) د روسيې تر ټولوپرمختللې الوتکه بلل کيږي.