يو امريکايي کتاب: د اسلام پر ضد غربي تبليغاتو ډېر غربيان اسلام ته واړول


د ( ګاډ اېز بک يا خدای (ج) بېرته راستنيږي ) په نامه يوه نوي امريکايي  کتاب کې راغلي، چې دهغه څه خلاف چې فکر کېده د علومو ، ساينس او ټکنالوژۍ له ودې سره به د دين رول او اهميت کمزوری شي، برعکس په وروستيو وختو کې په لوېديځو او هغو هېوادونو کې چې بې ديني دود شوې ، دين په قوت سره مخ پر ودې دی.  د کتاب ليکوالانو  ( جان ميکلسن) او ( ادريان وولدريدج) ليکلي، چې پخوا داسې فکر کېده چې د ساينس او ټکنالوژۍ له ودې او همدارنګه د ښځوله پراخ فعاليت سره به د مذهب رول ډېر کمزوری شي ، خو خبره بيخي برعکس ده . په امريکا کې چې د ساينس او ټکنالوژۍ په برخه کې د نړۍ مخکښه هېواد دی ، د ديندارانو شمېر په چټکۍ سره زياتيږي. په دغه کتاب کې دا هم ويل شوي ، چې لوېديځ ددې لپاره چې خلک له اسلام څخه ووېروي ډېر تبليغات وکړل او د همدې وېرې له امله ډېرو خلکو د قرآن نسخې پيدا کړې او ويې ولوستې ، خو دغې مطالعې ډېر خلک له اسلام سره اشنا کړل او د اسلام دين ته يې واړول . دکتاب ليکوالان ليکي، چې د ساينس او ټکنالوژۍ پرمختګونو ونه شو کولی د انسان روحي او معنوي اړتياوو ته ځواب ووايي ، نو له همدې امله دين په ډېر قوت سره بېرته را روان دی.