
انسانخوروته ، انسانان لکه پسونه ښکاري
د انسان وینه ورته سره سره شرابونه ښکاري
دا خونخواره ظالمان اوس داسی نشه نشه دي
چی د ولس ویراو فریاد ورته سازونه ښکاري
لاد ولس زور، زورواکانو پیژندلی نه دی
لاھم ولس دی زورواکانوته مُریونه ښکاري
دی ګناھګارو، ګناھونه په ثواب منلي
دوی ته اوس غټ غټ ګناھونه ثوابونه ښکاري
نوردا ملت دا استبداد په ځان زغملی نه شي
د قیام وخت دی له ژوندستړي ولسونه ښکاري
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۵/۰۸/۲۰۱۴