د چاوز له خوا اوباما ته هديه شوی کتاب په نړۍ کې تر ټولوزيات پلورل کېدونکی کتاب شو


يوه فرانسوي ورځپاڼه خبرورکوي، چې ( د لاتينې امريکا پرانيستي رګونه) کتاب چې د ونزويلا د ولسمشر هوګو چاوز له خوا دلاتينې امريکې دهيوادونو په غونډه کې باراک اوباما ته هديه شو، په 24 ساعتونو کې د نړۍ تر ټولو ډېر پلورل کېدونکی کتاب وګرځېد. رپوټ وايي، چې نوموړی کتاب چې د اوروګوايي ليکوال ( ادواردو ګاليانو ) له خوا ليکل شوی او په هغې کې له 15 پېړۍ څخه تر 20 پېړۍ پورې په لاتينه امريکا کې د امريکې استعماري او استثماري سياستونه بيان شوي ، د امازون په انټرنېټي پاڼه کې 735 مقام درلود ، خو تر هديې وروسته په 24 ساعتونو کې يې دويم مقام ترلاسه کړاو 47468 نسخې يې وپلورل شوې.