هندوستان نن سهار يوه ډېره پرمختللې څارګره سپوږمکۍ فضا ته واستوله ، چې کولی شي د پاکستان پر ګډون ټول ګاونډي هېوادونه وڅاري. دا نوې سپوږمکۍ په اصل کې د اسراييلو له خوا جوړه شوې ، چې هندوستان د خپل توغندي په مرسته فضا ته ولېږدوله. پروسږکال هندوستان د اسراييلو يوه څارګره سپوږمکۍ هم فضا ته استولې وه. د دغې سپوږمکۍ وزن 350 کيلو ګرامه دی او د 550 کيلومترو په واټن به د ځمکې پر سر چورلي.سپوږمکۍ کولی شي د ډېرو پرمختللو تجهيزاتتو په مرسته د هندوستان ټول ګاونډي هېوادونه وڅاري او د باران او وريځو له شتون سره سره ښه روښانه تصويرونه واخلي. په وروستيو وختو کې اسراييل د هندوستان مهم متحد او د وسلو چمتو کوونکی ګرځېدلی او ډېر زر به په دې برخه کې د روسيې ځای ونيسي.
وروستي