غزل

ستا تصویر سره ګویا وم
ټوله شپه مو سره وکړې
ستا د راز او نیاز خبرې
بس همدومره یی راته وویل
چې له تانه اوس په لرې غرو کې اوسم
ته راځه راپسې و وهه مزلې
پدې ډوبه تاریکه کې
دلته ناسته یم یوازې
د دنیا له خلکو لرې
ستا غمونه لوبومه
له خپل زړه نه یی تا و ومه
خپل وجود پری ځورومه
نو راځه راسره مل شه
په پاللو او ساتلو د غمو کې
ستا تصویر سره ګویا وم
وی د درد وریځې خورې دي
دلته ډکې له غم شپې دي
دلته اوښکې میلمنې دي
سره آهونه سره ناڅي
د بلبل د غم نغمې دي
ته که دغه حالت غواړې
نو راځه راپسې غره ته را اوچت شه
دلته ولمانځه دردونه آهونه
په سپوږمۍ کې راته جوړ و ستا تصویر
لا بریښنا به را بهر شو داستا ویر
د باران څاڅکو د اوښکو ادا وکړه
نظرانه شوه ټوله شپه بس په شوګیر
نایاب