بھار نه شو   

 
ما له خدایه بھارغوښتو ، بھارنه شو
وران ګلبڼ می ګلزارغوښتو،ګلزارنه شو
 
د وطن بڼ ته می زوړ مالیار په کاروو
خو مالیار د بڼ خدمت ته تیارنه شو
 
دا خړپړ وطن می بیرته سمسورغوښتو
لاخړپړشو،ګران وطن می سینګارنه شو
 
زوریدلي ولسونه می خوښ غوښتل
خو ویرجن ولس له ویره وزګارنه شو
 
د نفرت په ضد می سترقیام شروع کړ
خو زما چی کوم شتاب وو،په کارنه شو
 
الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۰۱/۰۸/۲۰۱۴