
بسم الله الرحمن الرحیم
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
دحزب اسلامي افغانستان محترم امیر ، دمشرتابه هیئت ، په هیواد او اروپا کې دحزب اسلامي ټولو محترمو اودرنو ارکانو او غړو ، او په ټوله نړۍ کې خپرو ورو مسلمانو ورونو او خویندو ته د روژې دمبارکې میاشتي په تیریدو او د کوچني مبارک اختر د ورځو په مناسبت دزړه له کومي مبارکي وایم .
سږ کال هم دتیر کال په څیر د کوچني اختر دا مبارکې ورځې په داسې وختو کې راغلې چې له یوه اړخه په هیواد کې سیاسي کشمکش دپخوا په نسبت زیات دروند روان دې ، یو شمیر فاسد او کرغیړن عناصر چې د پردیو په اوږو په واکمنۍ مسلط شوي غواړی په هر ډول چې شوني وي واکمنی او قدرت په خپله ولکه کې و ساتي ، نه ورته ددیموکراسۍ همغه نورمونه چې پخپله یی جوړ کړي ارزښت لري او نه ورته د هیواد او ولس اسلامي او جهادي ویاړلې حیثیت . غواړي ولس د پردیو په لاسو کې د تل له پاره ښکیل وساتي ، ټولې مهمې پریکړي یی د بین المللي استعمار له خوا تر سره شي ، او په دې توګه غواړي د پردیو دلاس پوڅیو په واسطه د تل لپاره په واکمنۍ مسلط واوسی . داسې خلکو ته نه ازادي اهمیت لري ، نه ویاړ ، نه وطن پالنه او نه اسلام. ددې ترڅنګ د هیواد په ګوډ ګوډ کې دیو شمیر بې ضمیره ، وحشي او ناانسانه کړیو له اړخه د خپلو شومو غریضو د اشباع په خاطر د بې ګناه انسانانو عام وژنه روانه ده . داسې ورځ نه شته چې په کې د پنځوسو څخه د لږو بې ګناه انسانانو د وژلو خبر نه خپریږی . دارګون کرغیړنه پیښه چې د یوشمیر مریضو کړیو د ذهني ناروغیو دپایلونتیجه وه ، په سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کینولې ، تر څنګ یی د غور ولایت ته تلونکې مظلومو (۱۴ کسو ښځو او نرو ) وژل او د قومي تعصب او د قومونو ترمنځ د کشمکشونو د راپيداکولو هلې ځلي ، یواځي دهمداسې مریضو کړیو او د بین المللي استعمار د ګوډاګیانو د ذهنونو اختراع ده چې غواړي زمونږ دهیواد د ورونو ولسونو تر منځ د پیړیو پیړیو راهیسي را روانې دورورګلوۍ اړیکي له منځه یوسی او دعصبیتونو په تنور کې یی لولپه کړي ،په دې خاطر یی په دې مبارکو شپو کې زمونږ د بې دفاع ولس فقیري کورنۍ د غم په ټغر کینولې . الله تعالي ته لاس په دعا یو چې دغه ډول وحشي انسانان په خپل سخت عذاب ککړ کړی او زمونږ د بې دفاع ولس غمځپلو کورنیو ته د زړه صبر اوشهیدانو ته یی جنت الفردوس په برخه کړي .
په ټولو ویاړلو هیوادوالو غږ کوم چې یو له بله سره لاس ورکړي ، د یوه متحد او یو موټي قوت په څیر را پورته شی او پرینږدي چې یو موټي پوچ مغزه په عصبیتونوکې ککړ پردي پاله عناصر یی حقه حقوق غصب او د دوې د تل له پاره دغلامۍ په زنځیرونوکې را لتاړ کړي .
همدا رار دالله تعالي نه ارزو لرم چې دغه مبارکي ورځي ټولو مظلومو ازادي غوښتونکو ځواکونو اوپه ځانګړې توګه د مسلمانانو د بري اوموفقیت له پاره اساس اوبنسټ و ګرځوي ، اوپه نړۍ کې چې د اسلامي امت په خلاف کوم سازشونه د اسلامي امت ددښمنانو او په اسلامي امت د حاکمو فرعونانو له اړخه تر لاس لاندې نیول شوي د ناکامۍ او دهمغوې پلان جوړوکو د تباهۍ سبب وګرځوي . همدا راز الله تعالي نه غواړم چې د فلسطین دغزي په سیمه کې دیهودو ، صلیبیانو او دمصر، سعودي او اماراتو دفرعوني ځواکونو له اړخه دا ناولي سازش ناکام کړي او دغزې تړانګه د هغه ځآي د اوسیدونکو له پاره د سیدنا ابراهیم علیه السلام د اور په څیر (بردا وسلاما) و ګرځوی . همدا راز د مصر ،سوریی ، برما ، بنګال ، لیبیا او....پر مسلمانانو د روانو ظلمونو او تیریو لمنه را و نغاړی او مسلمانانو ته توفیق ورکړي تر څو دخپلو حقوقو په اخیستو کې متحد،موفق اوبریمنده و اوسي.
( والله غالب علې امره ...)
په ګران هیواد کې دامن او امان او دیوه ریښتونې عادلانه نظام د قیام په هیله
داسلامي امت د متحد اویو موټې کیدو په ارمان
ژوندې دې وي افغان میړنې ولس