د ښاغلي بريال ناياب دوه شعرونه:

 
د ښکلا ګانو انځورګره یاره
زموږ د کلي ننداره څنګه وه
څه دې پکې و موندل که نه جانانه
هلته د مینې نظاره څنګه وه
څه د لیکلو او لوستلو شول پیدا درسره
ګونګه فضا وه خاموشی خوره وه
د جنګ جګړې هوا خوری خوره وه
خلک له ویرې نه په ترهه کې وو
دخپل نا اهله زوی له  جنګه ستړې
ژوندون تیاره وو بل معنی یی نه وه
د هیڅ وګړي ځینې بله تقاضایی نه وه
ژوند بس وژنه د انسان ښکاریده
ژوند تور تمونه وو په کلی خواره
ژوند د ویر څلی وو ککرونه جوړ
ژوند رابللی وو مرګی په زوره
هلته وړې نجونې گوډیانې نکړي
هلته واړه زلمی غرسی نکوی
زموږ د کلی واړه هیلې په اوبو لاهو دی
د ظلم زور پنجو کې ګیر دی په لمبو لاهو دي
اوس د اختر میلې لمبو خوړلې
زموږ ځوانان آتڼ ته نه ناڅی نور
د انتحار او انفجار ویره ده
او س مو په کلی اختر هغه ځوانی نلر ی
ښکاری له زوره ولویده ځوانی یی لاړه
هغه  موسم د لیونتوب هغه مستی یی لاړه
موږ مات وزری مرغان خیز نلرو
اختره ته رانه خفه نشی موږ ویر ځپلی
په کور دننه د ورور مرګ او د ورور ویر ځپلی
د ښکلاګانو انځور ګره یاره
زموږ په ژوند کې درته څه پیداشو
چې یې په ښکلو انځورګرو  ګوتو
ښکلا را وښایې ته
نایاب
/////////////////////////////////////////////////
له کلی و وتو
آخ هغه دلدار له کلی و وتو
دنګ لکه چنار له کلی و وتو
مابه یی چې وختی ته رباب واهه
هغه سپین سهار له کلی و وتو
ترنګ د رباب اوس هغسی شور نکړي
ساز لاړو او آواز له کلی و وتو
دا چینه به وچه شی تنها شوله
مل د چینې لاړلو مالیار له کلی و وتو
راشه د ګودر غاړه رباب غواړی
سر له کلی و وتو ستار له کلی و وتو
لو کې د غنمو اوس نغمې نشته
ګل مات شو بهار له کلی و وتو
نایاب