دميدان وردګو پخوانی والي  ښاغلی عبدالجبار نعيمي سره مرکه

له ټولټاکنو وړاندې دې امنيت ته کار وشي
ولس ته بايد يو پياوړی کانديد له پياوړي ټيم او پياوړو موخو سره وړاندې  کړو
\"\"
دميدان وردګو پخواني والي ښاغلي عبدالجبار نعيمي په کابل کې له خبريالانوسره په يوه ناسته کې دهيواد په وروستيو مسايلو خبرې کړې دي چې دادی درنو لوستونکيو ته يې وړاندې کوو
پوښتنه :   تاسې خبر ياست چې په هيواد کې امنيتي شرايط ډير خراب دي آيا پدې ډول شرايطو کې د ولسمشرۍ او ولايتی شوراګانو ټاکنې شونې دي؟
ځواب: زما په اند په اوسنيو شرايطو کې ټولټاکنې ډېرستونزمن کار دی. زما په فکر ښه به دا وه چې لومړی يو درې کلن حکومت جوړ شوی وی چې پوه خلک پکې وای. ددې دولت دنده به دا وای چې لومړی جګړو ته پای ورکړي، سوله راولي،   ملې وحدت ته کار وکړي او د افغانستان  د اساسي قانون په رڼا کې   دامن په فضا کې سراسري ټولټاکنو ته لار هواره کړي، خو زه فکر کوم چې بين المللي ټولنه په هرحال په افغانستان کې ټولټاکنې کول غواړي خو ښکاره خبر ده چې د هيواد په اکثرو سيمو کې جنګ روان دی، ډېری ولسو الۍ نا امنه دي نو لومړی بايد هلته ډاډمن امنيت راوستل شي. هلته داسې زمينه برابر کړل شي چې کانديدان خپلې موخې او اجنداوې خلکو ته ورسوي، خلک په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي که داسې ونشي نو په اوسنيو شرايطو کې ولس شموله او هر اړخيزې ټولټاکنې ناشونې دي.
 
پوښتنه:   تاسې خبرياست چې د ولسمشرۍ څوکۍ ته لسګونو تنو ځانونه کانديد کړيدي ستاسو په نظرپه اوسنيو کانديدانوکې د چا دبري چانس ډېر دی.
ځواب:   په ټاکنو کې ګډون او ځان کانديدول د هر افغان حق دی، خو خبره داده چې له بده مرغه زموږ په ټولنه کې بې باوري ډېره زياته ده لومړی دې د باور فضا د راوستلو لپاره کار وشي. بهرنيان   دې هم بايد د افغانانو باور تر لاسه کړي. زه خو وايم چې موږ بايد د څوکۍ او موقف لپاره کار ونکړو موږ بايدد موخو، اجنداوو او اصولو لپاره کار وکړو. ولس ته بايد داسې وعدې ورکړو چې عملي کولی يې وشو او د ولس مايوسي ورسره له منځه ځي. موږ هلې ځلې ډېرې وينو خو داسې قوي کانديد نلرو چې يو قوي ټيم، قوي ګوند او قوي ائتلاف دې دهغه تر شا ولاړ وي او  په ولس  کې دې ريښې ولري، بايد هڅه وشي چې ولس ته يو پياوړی کانديد له پياوړي ټيم او رڼو او پياوړو موخو سره وړاندې شي چې شخړې او ستونزې ورسره حل شي.
پوښته :   ستاسو په آند د حامدکرزي حکومت کومې لويې سهوې وکړې او راتلونکی حکومت ته څه مشورې ورکوئ.
ځواب :   د ۲۰۰۴ کال په ټولټاکنو کې ټول ولس په ډېره مينه برخه واخيسته موخه يې د هيواد هوسايي، آبادي او پر مختګ وو. اوس څه محدود کارونه شوي خو د امنيت په څېر سترکارونه لا ندي شوي.
يو وخت په هلمند کې امنيت څه نا څه خراب وو خو ژر يې چاره و نه شوه اوس د نا امنۍ ورزې کابل ته هم راورسېدې دامنيت لپاره کار ونشو، ډېر هغه کسان چې اوسني ولسمشر ته يې کار کړی وو ځينې يې شهيدان، ځينې يې ټپيان او ځينې يې د نهيلۍ په غېږ کې په کور ناست دي او هيڅ هيله مندي ورسره نشته.
سوله او تفاهم هم ډېر  اړين کار دی خو دې حکومت ورته هيڅ کار ونکړ. همدا راز د ملت تر منځ د باور او ډاډ فضا لپاره ډېر کار په کار دی. دلته په ولس کې څه نا څه بې باوري شته ده. آن د چارواکيو تر منځ بې باوري ده، يو پر بل اعتماد نه کوي. په تېرو ټاکنو کې وعدې ډېرې وشوې خو عمل پرې ونشو، ولس او په ځانګړې توګه د مهاجرينو لپاره هيڅ کار ونشو مهاجرينو د دې نظام لپاره ډېرې سختۍ زغملي دي،په ډېرو ستونزو يې په ټاکنو کې برخه اخيستې خو اوس توجه ورته ونشوه. حتی ډېر راستانه شوي کډوال اوس خپلو کورونو ته نه پريښودل کېږي، حتی هغه د مهاجرت حالت يې تر اوسني در په دده حالت ډېر ښه وو دولت د دوی په اړه ډېر کمزوری موقف لري چې ښه نمونه يې د تخار د خواجه بهأالدين راستانه شوي کډوال دي چې اوس هم خپلو کورونو ته نه پريښودل کېږي خو دولت يې يواځې ننداره کوي.
بله سهوه داده چې دولت د دوست او دښمن تفکيک نشي کولی او هغه څوک چې د نظام او دولس د خير لپاره حکومت ته مشورې ورکوي او يا پرې نيوکې کوي دوی ورته د دښمن په سترګه ګوري سره له دې چې هغه به ددې نظام دوست او خواخوږی وي. د بيان د ازادۍ درناوی نه کېږي، د نظام او ولس ترمنځ فاصلې پيداکېږي. مصلحين، خيرخواهان او زړه سوانده اشخاص نه زغمل کېږي. بله دا چې ځينې کړۍ  ددولت او مرستندويه هيوادونو تر منځ اختلاف او بې  باوري پيدا کوي نو ددې لپاره  دننه په ډله او نظام کې بدلون په کار دی هغه ډله بايد راوستل شي چې واقعاٌ حکومت او نظام ته وفاداره وي او ملي او ولسي ګټوته په شخصی ګټو ترجيح ورکړي.
پوښته :   تاسې خبر ياست چې د ملي شوری ځينو غړيو له ولسمشر کرزي څخه ملاتړ وښود، پدې اړه ستا سو تبصره  څه ده؟
ځواب :   د ملي شوری غړي د ملت استازي دي، ملت دوی ته واک ورکړی چې د دوی په ګټو فيصله وکړي، د هيواد د ښيګڼو لپاره تصميمونه ونيسي. که دوی د جوزا له لومړۍ څخه د اسد تر ۲۹ مې پورې د ولسمشر د کار د دوام ملاتړ   کړی وي نو دا ښه خبره ده. خو که له کوم مشخص کانديد څخه ملاتړ وکړي نو بيا بايد ولس قانع کړي چې د کوم معيار او کومواصولو له مخې دا ملاتړ کوي.
ډېر بې ګناه هيوادوال مو شهيدان شول وځورېدل،  وکړېدل دوی چې له کرزي صاحب څخه ملاتړ کړی نو د جنګ تر ګواښ لاندې ولس ته څه ډاډ ورکوي، د هغوی اندېښنې څه ډول ځوابوي، د دې پر ځای چې ځينې استازي معاملي کوي، ښه دا ده چې پر يوې معقولې طرحې او داسې عملي ميکانيزم کار وشي چې له مخې يې د جنګ، وژنو ورانولو او بد مرغۍ کمپله ټوله شي، دهيوادوالو ترمنځ مو دباور او ډاډ روحيه  راژوندۍ ،ځوانانو ته مو کار او د زده کړې زمينه برابره شي، ولس او هيواد مو ورسره هوساوي ، ديوه  عزتمن باوقاره  او پرمخ تللي هيواد خاوندان واوسو . نه داچې د شخصي موخو او ګټو لپاره معاملې وکړي.
دا سمه خبر نده ښه خبر دا ده چې موږ اصول او ضوابط او معيارونه ولرو او پرېکړه هم د همدې معيارونواو   اصولو له مخې وکړو.