د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو په مناسبت، د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مبارکۍ پيغام

دنیکمرغه کوچني اختردرارسیدوپه مناسبت دعالیقدرامیرالمؤمنین دمبارکۍ پیغام
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله رب العلمین، ناصر المجاهدین ومذل الجبابرة والمتكبرين, والصلاة والسلام على إمام الغر المحجلين سيدنا ونبينا محمد صلی الله علیه وسلم و علی آله واصحابه أجمعین
قال الله تبارک وتعالی: ( إِنَّ اللَّهَ مَعَ الَّذِينَ اتَّقَوْا وَالَّذِينَ هُمْ مُحْسِنُون )سورة النحل آیة۱۲۸
و عن معاذ ابن جبل رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : رأس الأمر الإسلامُ، وعَمُوده الصلاةُ، وذِروة سَنَامه الجهاد . رواه الترمذي
مسلمانانو وروڼو! او مجاهد ولسه!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
   دنیکمرغه کوچني اختر  د رارسېدو په مناسبت تاسو ټولو ته  له خوښیواو برکتونو ددې ډکې ورځې مبارکي وایم! الله تعالی مو د رمضان د میاشتې صیام، قیام ، صدقات،دعاګانې، جهاد او ټول نیک اعمال قبول کړه!.
مسلمانانو وروڼو !
د خوښۍ او شکر ځای دی، چې الله تعالی  دا ورځ داسې مهال راباندې راوستې،چې په جهادي ډګرونو کې د پرلپسې فتوحاتواو لاسته راوړنو  شاهدان یو.
  الحمد لله د هېواد په سطحه نظامي وضعیت دمجاهدینو په ګټه دی، لومړی د الله جل جلاله په نصرت، او بیا د مجاهدینو او ولس د بې ساري قربانیو په برکت له پراخو سیمو داشغالګرو ټغر ټول شوی، په ښاري سیمو کې ددښمن مهم مراکز تر بریالیو بریدونو لاندې راغلي،په مفتوحه سیمو کې د افغانستان داسلامي امارت حاکمیت او اداره د پخوا په نسبت قوي شوې، دمجاهدینو صفوف د هرکله په نسبت منسجم، فعال او متحد دي. خو د تاسف ځای دا دی چې دښمن د ولس له ځینو ناخبرو او غافلو بچیانو څخه د خپلو شومو موخو د تر لاسه کولو لپاره د وسیلې په توګه کار اخلي! خپله د جګړې له ډګر څخه په شا کېږي، او هغوی را مخې ته کوي! زه په ټولو عسکرو، پولیسو او په عام ډول په ټول مخالف صف غږکوم چې د خپل ولس پر خلاف د اشغالګرو د موخو لپاره ځانونه مه تباه کوئ! راشئ د خپل ولس په څنګ کې د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای د ګډ دښمن پر خلاف مقدس جهاد وکړئ! چې د دنیا او آخرت سعادت مو په برخه شي!
     له علمای کرامو، قومي مشرانو، او متنفذینو څخه هم هیله کوم چې  دغه ناخبره ځوانان چې ددښمن له خوا استعمالېږي وپوهوي، او هم باید والدین، او خپلوان  يې هڅه وکړي چې خپل اولادونه د دنیا او آخرت له خسران څخه وژغوري!
مجاهدین باید له هغو اشخاصو سره چې د دښمن له لیکو را جلا کیږي دافغانستان داسلامي امارت  د پالیسۍ سره سم د خواخوږۍ برخورد وکړي، هغوی ته هرکلی ووایي، او د هغو با احساسه افغانانو د قهرمانۍ قدرداني وکړي او ویې نازوي چې په دښمن بریدونه کوي او بیا جهادي صف ته راځي .
   الحمد لله! له مجاهدینوسره دولس همکاري او د اعتماد کچه نوره هم زیاته شوې ده، زه دمجاهدینو په نمایندګۍ له خپل په دین او هېواد مین ولس څخه مننه کوم او د مخلصانه ملاتړ  په بدل کې له الله تعالی څخه ورته سرلوړي، سوکالي او ددارینو سعادت غواړم .
       د نظامي ډګر په څېر په نورو برخوکې هم داسلامي امارت فعالیتونه د پرمختګ او نوښت په حالت کې دي،دمعارف، صحت، اقتصاد، قضاء،دعوت او ارشاد، فرهنګي فعالیتونو، دشهداوو اومعیوبینو، له مؤسساتو سره په کاري ساحه کې د تفاهم اوکنترول، د بندیانو د چارو او ملکي تلفاتو دمخنیوي په برخو کې ستر خدمتونه سرته رسول شوي، په داسې حال کې چې له الله تعالی څخه یې مسؤلینو او نورو کار کوونکو ته د هرې هڅې په مقابل کې لوی اجرونه غواړم، د لا ښه پرمختګ او اغیزمن فعالیت هیلمن یم.
 د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د هلو ځلو له امله چې زمونږ  له لارښوونو سره سم خپلې چارې پر مخ وړي، اسلامي امارت  په نړیواله او کورنۍ سطحه سیاسي وجاهت ترلاسه کړی، ډیر هغه جهتونه چي مخکي یې له موږ سره مخالفت درلود، اوس اسلامي امارت دیو واقعیت په حیث مني، په دې لړ کې  داسلامي امارت د سیاسي استازو دهلوځلو په پایله کې له امریکا سره د بندیانو تبادله  یوه ښه لاسته راوړنه وه .
دیرغلګرو په لاس دکابل نصب شوې اداره له هر اړخه له ناکامۍ سره مخ ده، تر دې چې د خپلو بهرنیو تمویلوونکو او داخلي پلویانو باور یې له لاسه ورکړی، په اداري فساد، دځمکو په غصب، دولسي شتمنیو په  چوراوتالان  کې یې لومړی مقام ګټلی!
    دټاکنو په نوم  روانې جعلي پروسې  دکابل اداره او غربي دموکراسي لا  له رسوایي سره مخامخ کړله، په حقیقت کې له نوموړې پروسې څخه  د اشغالګرو او دهغوی دداخلي ملګرو هدف افغانانو ته دا ښودل وو، چې بدلون راغلی، خو افغان ولس  له پیله ددښمن په موخو پوهیدی؛ ځکه خو اکثریت ولس  نوموړې پروسه تحریم کړه، اوس دا دی ټولو ولیدل چې د ټاکنو او د خلکو د رايې خبرې د شعار په توګه د ولس د غولولو، او تر منځ یې د قومي، سمتي، ژبنیو، او نورو کرکو او نفرتونو د را منځ ته کولو لپاره کېدلې، ټول وینو چې زمونږ له وړاندوینو سره سم د تېر په څېر دا ځل هم  د انتخاباتو په نامه لوبه امریکايي انتصابات شول!  واک اوس هم د اشغالګرو په لاس کې دی، هر څه چې هغوی وايي په داخلي ملګرو یې منل پرته له دې چې د هېواد او ولس ګټې په پام کې ونیسي،  لازمي دي.
   موږ امریکایي  او هغو اروپایي حکومتونو ته چې په افغانستان کې پوځیان لري  یا په راتلونکي کې دلته  دخپل سیاسي نفوذ یا نظامي اډو د ساتلو فکر لري وایو، چې افغانان پریږدئ ترڅو له خپلو دیني او ملي غوښتنو سره سم  یو خپلواک اسلامي حکومت جوړکړي، که تاسو له دوی څخه دحکومت جوړولو دغه  حق سلبوئ، دا نه یوازې ظلم  او دانساني نورمونو پایمالول دي بلکې ستاسو لپاره به یې پایلې هم یوازې هغه  وي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې مو ولیدلې، تاسو به اوس دا حقیقت درک کړی وي چې افغان ولس چې تاریخ یي داسلام او خپلواکۍ لپاره له مبارزو  ډک دی، هېڅکله به د پردیو په لاس جوړ شوي حکومتونه ونه مني.  
    زموږ په باور دافغانستان جګړه هغه وخت پای ته رسیدلی شي چې ټول بهرني اشغالګر له افغانستان څخه ووزي اودلته یوسپیڅلی اسلامي او خپلواک نظام حاکم شي ، ددوی دمحدودو عسکرو پاتې کېدل تر هر عنوان لاندې  چې وي، د اشغال  او جګړې ددوام په معنی دي؛ ځکه هېڅوک په خپله خاوره کې یرغلګر ځواکونه نشي زغملی .
   هغو کسانو ته چې له اشغالګرو سره دامنیتي تړون دامضاء کولو فکر لري  وایو چې  داشغال داوږدیدو او دجګړې د اسبابو  دتمدید له چارو دې لاس واخلي، زموږ په هیواد کې د اشغالګرو شتون د هېچا په ګټه نه دی، د جګړې له اوږېدیدو سره ،د سیمې او هېواد امنیت نور هم خرابېږي، په ځانګړي ډول په هېواد کې داسلامي نظام، سیاسي استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا د نشتوالي،  د کلتوري یرغل د پراخېدو او   دراتلونکو نسلونو  د تباهۍ  لامل ګرځي.
    نړیوالو او ګاونډیانو  ته  د تیر په  څیر یوځل بیا ډاډ ورکوو، چې زمونږ مبارزه  دیو اسلامي خپلواک نظام او د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره ده، موږ د ګاونډیو، دسیمې او نړۍ هیوادونو په چارو کې  نه، دمداخلې او  ضرر رسولو اراده لرو او نه یي  ضرر رسونکی دریځ  زغملای شو، او له دوی نه هم د ورته دريځ غوښتونکي یو، او په ټولو سرحدي سیمو کې په مېشتو مجاهدینو غږ کوم ، چې دخپلو پولو ساتنه وکړي او له ګاونډیو هیوادونو سره دمتقابل احترام پر بنسټ ښه تعلقات وساتي.
  د منځني ختیځ د پیښو او تحولاتو په اړه باید ووایم چې نړیوال قدرتونه  دې دسیمې ولسونه پریږدي ترڅو خپلو مشروعو ارمانونو ته ورسیږي، داد توجیه وړ نه ده چې  ولسي پاڅونونه  د تروریزم په  بې معنی الزام  تورن شي او بیا دبمونو ترباران لاندې ونیول شي، اویا دي بندیخانې پرې ډکي شي په دا ډول کړنو هیڅوک دکوم ولس اراده نه شي ماتولی، داچي دروژې په دې مبارکه میاشت کې داسرائیلوغاصب رژیم په سلګونو مظلوم فلسطینیان شهیدان، زخمیان او بې کوره کړل موږ دغه وحشیانه عمل په کلکو ټکو غندواوپه ټوله نړۍ په ځانګړي ډول  اسلامي نړۍ غږ کووچي دداسي ښکاره مظالمو په اړه پټه خوله پاته کیدل  لویه بې انصافي،  او د ټولو په تاوان دي، باید د دا ډول سترو ظلمونو د مخنیوي لپاره عملي او ګړندي ګامونه پورته شي، تر څو  دسیمې او نړۍ امن  نور  خراب نشي .
  د اسلامي امارت زړورو مجاهدینو !
     دا ستاسو دیني او ملي وجیبه ده چې د خلکو دهوساینې او زړه ساتلو لپاره  زیار وباسئ، له  غرور، کبر،  او پرته  له شرعي دلیل څخه له وسلې او زور څخه کار اخیستل ، دولس ګواښل ، ویرول او ځورول، د هغوی سر، مال او عزت ته  تاوان رسول هغه  ستر جنایت دی چې  دارتکاب له امله به یې نه په دنیا او نه هم په آخرت کې له محاسبې خلاص شئ، دخلکو په وړاندې ستاسو اخلاق باید یوازې زغم ، تواضع، بردباري، ایثار او متقابل احترام وي، باید په یاد ولرو چې الله تعالی زموږ ظاهري شعار او صورتونو ته نه ګوري بلکې زموږ زړونو او اعمالو ته ګوري، چې د خلکو په وړاندې له کومو اخلاقو کار اخلو.
   مجاهدین باید داسلامي امارت تر واک لاندې سیمو کې د عدالت او امنیت د رامنځته کولو لپاره مخلصانه هڅې وکړي، د غلو ، قطاع الطریقو او مخربو اشخاصو مخه ونیسي او ولس ته  د امن او هوساینې فضاء برابره کړي.
د جهادي عملیاتو په مهال باید دولس د سراو مال پوره خیال وساتئ ترڅو خدای مکړه متضرر نه شي، دملکي تلفاتو دمخنیوي لپاره ټاکل شوې اداره هم باید خپلې مهمې وظیفې ته په ټول جدیت سره متوجه اوسي، ترڅو د ملکي تلفاتو مخه  ونیول شي .
مجاهدین باید په یاد ولري چې دنړیوالو یرغلګرو په وړاندې زموږ استقامت  او بریالیتوب  یوازې  دالله تعالی په رسۍ د منګولو ټینګولو برکت دی، مجاهدین بایدهمداسې  داطاعت په چوکاټ کې دالله تعالی ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  او خپلو امیرانو اطاعت ته دوام ورکړي ، له نفاق، اختلاف او تعصب څخه ځان وساتي، د اتحاد ، ورورولۍ او خپل منځي باور مزي نور هم باید ټینګ کړي، او د دښمن  په وړاندې جهادي صف د بنیان مرصوص په شان نه ماتیدونکی وساتي.‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍
مجاهدو هیوادوالو!
دا چې هیواد مو  د خپلواکۍ او آزادۍ په درشل کې دی،  باور لرو چې الله تعالی به د یرغل او ظلم ماتولو د ویاړ  په څېر، د یوه هوسا او بسیا اسلامي نظام نعمت  هم  پر افغانانو ولوروي.
 افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر افغان  یې د خدمت حق لري، اسلامي امارت به داسې یو نظام را منځ ته کوي چې په هغه کې د افغاني ټولنې  ټول توکمونه، پرګنې او ډلې  خپل ځان  وګوري، او هیڅوک د پردیتوب احساس  ونه کړي، په اقتصادي برخه کې له نړیوالو مرستو نه په استفادې سره یې ترکیز په زراعت ،مالداري او د معادنو په استخراج وي، زیربنايي، انکشافي او تخنیکي سیستمونو ته جدي پاملرنه وکړي، داسې یو نظام چې د ټولنې خادم وي ، او په ټولو تعلیمي، تربیوي ، فرهنګي، اجتماعي، عمراني او انکشافي برخو کې د عدالت او شفافیت په رڼا کې د هېواد او ولس خدمت ترسره کړي.
اسلامي امارت لکه څنګه چې د اسلامي نظام نفاذ د دنیا او اخرت د ښیګڼو ضامن بولي، د همدې نظام د ټینګښت ، پایښت او یو مضبوط هیواد اوپیاوړي  ملت دپه خپلوپښودرولواوغني کولو لپاره د ساینس ، ټیکنالوژۍ ، بشري علومو، د نویو او مثبتو لاسته راوړنو  خپلول او ترویج یو حیاتي ضرورت بولي، په دې برخه کې چې د اسلامي امارت په خلاف کوم تبلیغات کیږي یا د تعلیم د مخالفت تور ورباندې پورې کیږي موږ یي په کلکه ردوو، اسلامي امارت د علم زده کړه یو دیني فرض بولي، او د ښځو او نارینه وو لپاره د شریعت په چوکاټ کې د ټولو هغو حقوقو قايل او پرې قانع  دی، چې د اسلام مبارک دین  ورکړي دي، او عملي کولو ته یې ځان ژمن بولي.
 په پای کې یوځل بیا د اخترمبارکي درته وایم الله تعالی دي توفیق درکړي چي دخوښیو په دې مبارکو ورځو کې په ځانګړي ډول دبي وزلواو غمجنو کورنیو لاس نیوی وکړئ ،د یتیمانوپرسرد شفقت لاس تیر کړئ،د شهیدانو، بندیانواومهاجرینوله کورنیو سره مرسته وکړئ اود بندیانو اوزخمیانو پوښتنه، خدمت او حوصله افزایي وکړئ .     والسلام . 
 
داسلام خادم امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد
۲۷ رمضان المبار ک   ۱۴۳۵ هـ ق
۱۳۹۳/۵/۳ هـ ش
2014-7-25  م